کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو مشهور هنرمند ورون دهون له نتاشا دلال سره واده کوي
ورون دهون او نتاشا دلال

د هندي فلمونو مشهور هنرمند ورون دهون له نتاشا دلال سره واده کوي

د هندي سينما مشهور اداکار ورون دهون له خپلې ملګرې نتاشا دلال سره واده کوي، چې د واده په اړه معلومات يې په رسنيو کې خپاره شوي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، ورون دهون او نتاشا به د هند د مهاراشټر په علي باغ کې د جنورۍ په ٢٤مه نېټه واده وکړي.

په راپور کې زياته شوې ده، چې د دواړو د واده مراسم به د جنورۍ په ٢٢مه نېټه پيل شي، د جنورۍ په ٢٤مه نېټه به دوى واده وکړي او د جنورۍ په ٢٦مه نېټه به بيا په ممبۍ کې د فلمي نړۍ د خلکو لپاره يو ستر پروګرام هم راجوړ شي.

ورون دهون

د ورون دهون جوړېدونکې مېرمن نتاشا دلال په خپله ډيزاينره هم ده او وايي چې د خپل واده لپاره به جوړه هم په خپله جوړه کړي، همدا راز ورون دهون لپاره د واده جوړه بيا کنال راول ډيزاين کوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د ورون د واده مراسم به د موسيقۍ د پروګرام څخه پيل شي، چې پکې به مشهور اداکاران سلمان خان، ارجن کپور، ساره علي خان، ملايکه اروړا، جانوي کپور، کرن جوهر او نور ګډون وکړي.

٣٣ کلن ورون دهون چې د مشهور فلم جوړونکي ډيويډ دهون زوى دى، په ډېرو مشهورو هندي فلمونو کې يې کار کړى دى او ډېر مينه وال لري.

ورون دهون او نتاشا دلال د کوچنيوالي ملګري دي، چې څه وخت مخکې يې کوژده کړې وه.

دا هم ولولئ

سنجی لیلا بنسالي له دپیکا سره له کار کولو انکار وکړ

د بالیووډ د فلمونو لارښود یا جوړونکي سنجی لیلا بنسالي د اداکارې یا هنرمندې دپیکا …