کورپاڼه / روغتيا / د نوکانو چيچلو عادت ستاسې د شخصيت په اړه څه وايي؟
نوکان چيچل

د نوکانو چيچلو عادت ستاسې د شخصيت په اړه څه وايي؟

زموږ شاوخوا ډېر داسې خلک شته دي چې هغوى د نوکانو د چيچلو عادت لري او دا عادت پرېښودل يې ډېر مشکل دى.

د نوکانو د چيچلو عادت په اړه زموږ په ذهن کې يوه خبره راځي، چې څوک نوکان چيچي، هغوى له ضرورت نه ډېر فکر کوي يا هم په دوى کې په ځان باور کم وي، خو په حقيقت کې داسې نه ده.

نن تاسې ته د نوکانو د چيچلو عادت په تړاو ځينې په زړه پورې حقيقتونه وايو.

١-: هر څه سموونکي

نوکان چيچل، هر څه سموونکي

هغه کسان چې د نوکانو چيچلو عادت لري، د دوى شخصيت داسې وي چې غواړي هر څه سم يا صحيح وي، دا ډول خلک غواړي، چې دوى هر څه کار کوي، بايد هغه بالکل سم او صحيح وشي.

٢-: بې صبره

بې صبري

د نوکانو چيچلو عادت لرونکو خلکو شخصيت ډېر بې صبره هم وي، دوى هېڅ شي ته انتظار نه شي کولاى او انتظار د دوى لپاره ډېر ګران وي.

٣-: له ځانه ناخوښه

له ځانه ناخوښه

داسې خلک چې د نوکانو چيچلو عادت لري، دوى له ځانه ناخوښه وي، ځکه چې دوى غواړي هر څه سم کړي او که داسې ونه شي، نو له ځانه مايوسه او ناخوښه وي.

٤-: رواني ناروغي

نفسياتي ناروغي، نوکان چيچل

د نوکانو چيچلو عادت د (اوبزيسو کمپلسو ډس ارډر) ناروغۍ سره هم اړيکې لري، دا داسې رواني ناروغي ده چې انسان پکې يو کار بيا بيا کوي او د دې عادت څخه ځان خلاصول تقريباً ناممکن غوندې ښکاري.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …