کورپاڼه / روغتيا / د ډپرېشن (ذهني فشار) ښکار خلکو لپاره کاجو ډېر ګټور دي
کاجو

د ډپرېشن (ذهني فشار) ښکار خلکو لپاره کاجو ډېر ګټور دي

که چېرته تاسې د ذهني فشار د کمولو لپاره بېلا بېل درمل کارولي او بيا يې هم درته ګټه نه ده کړې، نو د (کاجو) مېوه هره ورځ وخورئ او بيا يې ګټې وګورئ.

د ساينسي څېړنو له مخې، کاجو په قدرتي ډول دا خاصيت لري، چې د ډپرېشن يا ذهني فشار د کمولو په برخه کې ډېر ګټور دي.

په کاجو کې ويټامين، فايبر، منرالونه او نور مواد دي، چې د سرطان په څېر خطرناکو ناروغيو د مخنيوي لپاره هم ګټور دي.

دا مېوه په نايجيريا، تنزانيه او برازيل کې ډېره پېدا کېږي او په ټوله نړۍ کې يې خلک مينه وال دي.

په کاجو کې tryptophan هم شتون لري چې د خلکو موډ قابو کوي، د دې خوراک سره زموږ ذهني فشار کمېږي او ښه خوب هم راځي.

يو شمېر هغه درمل چې د ډپرېشن لپاره جوړېږي، په هغې کې هم کاجو شامل وي.

په کاجو کې يو شمېر منرالرونه، لکه پوټاشيم، ميګنيز، کاپر، سيلينيم، ميګنيشيم، زينک او اوسپنه هم شتون لري.

د کاجو خوراک ستاسې بدن ته ډېره ګټه رسوي. کاجو د ماشومانو لپاره هم ډېر ګټور دي، ځکه دا کاپر او زينک لري چې د ماشومانو د قد په اوږدېدو کې مرسته کوي.

همدا راز په کاجو کې ځينې داسې فيټي اسيد شتون لري چې زموږ په بدن کې ګټور کوليسټرول زياتوي او زړه هم ورسره مضبوطېږي او د زړه د حملې کچه هم راکموي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …