کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د کاروونکو له زياتېدو وروسته سګنال اپليکېشن کار پرېښى
سګنال اپليکېشن

د کاروونکو له زياتېدو وروسته سګنال اپليکېشن کار پرېښى

د وټساپ د نوې پالېسۍ تر اعلان وروسته د سګنال اپليکېشن کاروونکي په چټکۍ سره ډېر شو، چې ويل کېږي اوس يې د کاروونکو د ډېرېدو له امله کار پرېښى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، له تېرې ورځې راهيسې يو شمېر کسان شکايتونه کوي، چې په سګنال اپليکېشن کې د پېغامونو په لېږلو کې له ستونزو سره مخ دي.

دوى وايي، سګنال اپليکېشن په سمه توګه کار نه کوي، همدا راز پېغامونه نه لېږل کېږي، ځينو کسانو خو بيا ويلي دي، چې د دوى له لوري لېږل شوي پېغامونه په وخت بل کس ته نه دي رسېدلي.

بلخوا د سګنال اپليکېشن ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د دوى اپليکېشن د ځينو تخنيکي ستونزو سره مخ شوى دى او دوى يې په اړه کار پيل کړى دى، چې ژر تر ژره به يې ټولې ستونزې حل کړي.

د يادولو وړ ده چې وټساپ څو ورځې وړاندې نوې پالېسي اعلان کړه، چې منل يې په هر چا لازمي و، او د نه منلو په صورت کې د خلکو اکاونټونه ډيليټېدل، همدا راز د نوې پالېسۍ له مخې، وټساپ د خلکو ډاټا له فېسبوک او نورو شرکتونو سره شريکوله.

خو د دې اعلان وروسته په ميليونونو کسانو وټساپ پرېښود او ټيليګرام، سګنال او دا ډول نورو اپليکېشنونو ته يې مخه کړه، چې اوس وټساپ هم خپله پالېسي ځنډولې ده او اعلان يې کړى دى، چې د هيچا اکاونټونه هم نه ډيليټوي او نوې پالېسي يې ځنډولې ده.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …