کورپاڼه / روغتيا / هغه ځانګړي خواړه چې په ورځني ډول استعمالېږي

هغه ځانګړي خواړه چې په ورځني ډول استعمالېږي

د شپې تر ناوخته پورې ویخ پاتې کېدل او بیا تر ډېره پورې خوب کول یو داسې عادت دی، چې د انسان په ورځنیو کارونو اغېزې پرېباسي او پر روغتیا یې ژور تاثیر غورځوي. دغه راز کله چې د شپې تر ناوخته پورې خوب نه کوو، نو بیا مو دغه کړنه په عادت بدلېږي، چې ځینې خلک یې د حل لپاره له درملو څخه کار اخلي، خو روغتیایي کارپوهانو موندلې چې د یوه ښه او آرامه خوب لپاره اړین ده، چې باید ښه او مناسب خوراک وکړو، دوی وایي، که چېرته غواړئ چې ښه او آرامه خوب وکړئ، نو باید ځینې خواړه پخپلو خوراکي توکو کې شامل کړئ. نو راځئ چې هغه خوراکي توکي وپېژنو چې د یوه ښه او آرامه خوب لامل ګرځې.

پنیر:

لکه څنګه چې پنیر د پروټینو د ترلاسه کولو یوه مهمه ذریعه ده، ورسره څنګ د روغتیا لپاره ځینې ځانګړتیاوې لري، چې یو له دې څخه د ټرپټوفین په ماده ده، چې د سیروټونین د هورمون په ډېرولو کې مهم رول لوبوي. ویل کېږي چې د سیروټونین هورمون بیا په میلاټونین تبدلېږي او میلاټونین د ښه خوب لامل ګرځي.

اوربشې:

د اوربشو له ځانګړتیاوو څخه یوه داده چې د زړه د ښه والي لامل ګرځي او په جوړښت کې یې د ګڼ ویټامینونو او مالګو موجودیت د روغتیا لپاره اړین تمامېږي. دغه راز اوربشې د میلاټونین یوه ښه ذریعه ګڼل کېږي، چې بیا همدغه ماده د ښه خوب سبب ګرځي.

شېدې:

شېدې هم د میلاټونین او ټرپټوفین یوه غوره ذریعه ده، په ځانګړي توګه د غوا شېدې په زیاته اندازه ذکر شوي مادې لري، نو که چېرته په ورځني ډول شېدې استعمال شي، یاهم د شپې له وېده کېدو دمخه وکارول شي، نو د یوه ښه او آرامه خوب لامل کېدلی شي.

هګۍ:

هګۍ د غذایي توکو د ترلاسه کولو یوه مهمه منبع ګڼل کېږي، چې په ژېړو کې یې په ډېره اندازه ویټامین ډي موندل کېږي او همدغه ویټامین ډي بیا د ښه خوب لامل ګرځي. دغه راز د هګۍ په جوړښت کې هم د ټرپټوفین په نوم ماده چې د ښه خوب سبب کېدلی شي.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …