کورپاڼه / روغتيا / موږ ولې هر وخت د ستړیا احساس کوو؟

موږ ولې هر وخت د ستړیا احساس کوو؟

ویل کېږي هغه کسان چې تل د ستړیا احساس کوي، په ذهني فشار، خپګان او یاهم د اوبو له کمښت سره مخ دي. ځینې کسان داسې وي چې کله له خوب څخه را ویخ شي، نو دومره انرژي یې نه وي چې له بسترې څخه پورته شي، ځینې کسان بیا داسې وي چې له کار څخه د ډېرې ستړیا په حالت کې راګرځي یاهم د کار یا د لېدنه پرمهال دومره د ستړیا احساس کوي، چې د نورو خبرو ته نه شي متوجې کېدلی. نو په همدې موخه د بولډ سکایي ویب سایټ یو راپور خپور کړی او په راپور کې په ذکر شوو حالاتو څرګندونې شوي او ویل شي، چې دغه ستونزه د حل وړ ده.

د وینې کمښت:

د ستړیا یو عام سبب دادی کله چې انسان د اینیمیا په ناروغۍ اخته شي، نو ددې ناروغۍ په وجه یې د وینې سره کرویات له کمښت سره مخ کېږي او سره کرویات د بدن مختلفو برخو ته اکسیجن رسوي. نو که چېرته هر وخت د ستړیا سره د سر درد، نه پاملرنه، د زړه درزا او د خوب ستونزې لرئ، نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

د تایراید د غدې ستونزې:

ویل کېږي چې د ستړیا په دې حالت کې پوستکی او ویښتان هم له سپوروالي سره مخ کېږي، نوکانو په ماتېدو راځي، د سترګو په شاوخوا حلقې جوړېږئ، آواز ورسره خرابېږي، د زړه درزا ورسره ډېرېږي او طبیعت مو خرابوي.

د شکر ناروغي:

که چېرته د انرژۍ د کمښت سره مو د بیا بیا ځلې د متیازو د کولو ستونزې، د سترګو د نظر کمزوري، د وزن کمښت او د غوسې ستونزې لرل، نو اړتیا لرئ چې د وینې د ګلوکوزو سطحه مو معلومه کړئ.

د ویټامین بي ۱۲ کمښت:

ویټامین بي ۱۲ یو داسې اړین ویټامین دي، چې په وسیله یې د بدن انرژي پوره کېږي، خو که چېرته یې له کمښت سره مخ شو نو د ستړیا او د ذهني فشار له ستونزو سره به مخ شو.

د ژوند ناسمه طریقه:

ویل هغه کسان چې د ژوند طریقه یې ناسمه وي یاهم غیر فعال وي د ستړیا له ستونزې سره مخ کېږي. نو ددې لپاره چې له دې ستونزې وژغورل شو باید د ژوند طریقه سمه کړو او فعال واوسو.

د خوب کمښت:

ویل کېږي ددې لپاره چې یو ښه او صحت مند ژوند ولرو، باید ښه او مناسب خوب وکړو او هغه کسان چې ناسم او غیر فعال ژوند لري د خوب له ستونزو سره مخ کېږي او د خوب ستونزې بیا د ستړیا لامل ګرځي.

خوراکي توکي:

ځینې خوراکي توکي داسې وي چې د استعمال په نتیجه کې یې ستړیا رامنځته کېږي، چې ددې وجه په خوراکي توکو کې ګلوټین، شېدې، هګۍ او نور توکي وي.

ذهني فشار:

ویل کېږي چې ذهني فشار د انسان د بدن د انرژۍ د کمښت یو له لویو سببونو څخه دی. که څه هم کله ناکله له ذهني فشار څخه خلاصون ناممکن وي، خو ځینو لارښوونو په عملي کولو سره ذکر شوې ستونزه حل مومي.

خپګان:

ویل کېږي چې ځینې وختونه د ستړیا په نتیجه کې د خبرو پرمهال یاهم د توجه پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي، نو که چېرته د خپګان ستونزو سره مخ شو، باید د رواني ناروغیو ډاکتر مراجعه وکړو.

د اوبو کمښت:

کله چې د انسان بدن د اوبو له کمښت سره مخ شي، نو په ځینو فعالیتونو کې یې ستونزې پیدا کېږي، چې د ستړیا لامل ګرځي.

نور عام سببونه یې څه دي؟

نور هغه سببونه چې تاسې ته د ستړیا احساس درکوي عبارت دي له د خوړو ناسم عادت، یخ څښاک یا انرژیانې، د پروټینو ډېروالی، لږه کالوري او د کاربوهایډریټو ډېر استعمال.

Loading...

دا هم ولولئ

نخود

چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د چولو په جوړښت کې د پروټینو او فایبرو شتون کالوري او لوږه برابره ساتي …