کورپاڼه / روغتيا / په اوونۍ کې درې ځلې ایسپرین وکاروئ او د سینې او مثانې له سرطان څخه ځان وساتئ.

په اوونۍ کې درې ځلې ایسپرین وکاروئ او د سینې او مثانې له سرطان څخه ځان وساتئ.

ویل کېږي چې ایسپرین د ځینو ډاکتران لخوا د سلو کلونو څخه مخکیني حیرانوونکي درمل ګڼل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې یې له ۴۰ کلونو څخه د ډېر عمر خاوندان د زړه د روغتیا د ساتنې لپاره کاروي، خو اوسمهال ثابته شوې چې ذکر شوي درمل د سینې او مثانې د سرطان څخه په مخنیوي او د مړینې د کچې په راکمولو کې یې اغېزمن رول لري.

د امریکا د National Cancer د انسټیوټ کارمند ډاکتر هولي لومنس کروپ موندلې، چې د ایسپرین په خوړلو سره د سرطان په ځینو ډولونو کې د مړینې کمښت راځي او په ذکر شوو ناروغانو کې د سرطان د ناروغیوخطر کمېږي. نوموړی وایي چې د معدې او کولمو په سرطان کې د ایسپرینو د اغېزو په اړه خو ټولو ته معلومه ده، خو اوسمهال مو داسې پایلې ترلاسه کړي چې د سینې او مثانې د سرطان لپاره هم اغېزمن وي.

ویل کېږي چې په ذکر شوې څېړنه کې یې ۱۴۰۰۰۰ هغه ښځینه او نارینه شامل ول، چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو څخه ډېر ول او ۱۳ کاله یې په پرلپسې توګه پرې څېړنې وکړې. دغه راز د څېړنې پرمهال یې ترې پوښتنې وکړې، چې آیا دوی پرته له ډاکتره د ایسپرین درمل خوړلي او که څنګه؟ که چېرته یې خوړلي وي په کومه اندازه یې خوړلي؟ چې بیا د څېړل شوو کسانو ځواب دا و چې دوی په اوونۍ کې تقریباً درې ځلې ذکر شوي درمل خوړلي دي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې په څېړل شوو کسانو کې یې ډېری د سینې او مثانې په سرطان اخته ول، خو په اوونۍ کې درې ځلې د ایسپرین په خوړلو سره د مړینې او د ذکر شوي سرطان خطر له ۲۱ څخه تر ۲۵ سلنو پورې کم شوي و. دغه راز د څېړنې پرمهال یې څلور نورې سرطاني ناروغۍ هم شاملې کړې وئ، چې عبارت دي له د خېټې سرطان، د تریخې سرطان، د رحم او د غذایي نلونو له سرطان څخه، چې په دې ناروغۍ اخته کسانو ته هیڅ ګټه نه وه رسولې.

ویل کېږي چې له تېرو دیارلس کلونو څخه ۳۲۵۰۰ کسان په سرطاني ناروغیو اخته شوي، چې ۴۵۵۲ یې هغه ښځینه دي چې د سینې او ۱۷۵۱ یې بیا هغې دي چې د مثانې په سرطان اخته شوي دي. خو بله خوا روغتیایي کارپوهان وایي چې د ایسپرین په کارولو سره په زموږ پر روغتیا ناوړه اغېزې هم پرېوځي، نو ددې لپاره باید په مناسبه اندازې سره استعمال شي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …