کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اى پي ايل ٢٠٢١ د بولۍ او بولۍ ته د نومليکنې نېټې اعلان شوې
اى پي ايل ٢٠٢١

د اى پي ايل ٢٠٢١ د بولۍ او بولۍ ته د نومليکنې نېټې اعلان شوې

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي اى) د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ٢٠٢١ پړاو لپاره د لوبغاړو نومليکنې او همدا راز د بولۍ د مراسمو نېټې اعلان کړې.

د هند کرکټ بورډ همدا راز دا هم ويلي دي، چې د اى پي ايل بولۍ ته به په انلاين بڼه باندې نومليکنه کېږي او بورډ به د لوبغاړو له اېجنټانو او منيجرانو سره اړيکې نه نيسي، بلکې لوبغاړي بايد په خپله نومليکنه وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند کرکټ بورډ لوبډلو ته ويلي دي، چې د روانې جنورۍ مياشتې تر ٢٠مې نېټې پورې دې د هغه لوبغاړي ليسټ ورکړي، چې دوى يې له ځان سره ساتي.

همدا راز په انلاين بڼه لوبغاړي کولاى شي چې د اى پي ايل بولۍ ته د فبرورۍ تر ٤مې نېټې پورې نومليکنه وکړي او د فبرورۍ تر ١٢مې نېټې پورې خپل اسناد دوى ته وسپاري.

د اى پي ايل ٢٠٢١ لپاره به د بولۍ مراسم د فبرورۍ په ١٦مه نېټه ترسره شي، خو سږکال په لويه کچه نه ترسره کېږي.

د هند کرکټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې هغه لوبغاړي چې غواړي د اى پي ايل بولۍ ته نومليکنه وکړي، نو هغوى دې د بولۍ فورمه انلاين ډکه کړي، بيا دې يې پرنټ کړي او تر لاسليک وروسته دې هغه بېرته په انلاين بڼه راولېږي او همدا راز اصلي دې يې هم کرکټ بورډ ته ولېږي.

د يادولو وړ ده چې مخکې داسې ويل شوي و، چې د هند کرکټ بورډ د ٢٠٢١ کال اى پي ايل لپاره دوه نورې لوبډلې هم ورزياتوي او په لويه کچه به د بولۍ مراسم ترسره کړي، خو دا چاره سږکال ځنډېدلې ده او داسې ويل کېږي چې دوه نورې لوبډلې به د ٢٠٢٢ کال اى پي ايل سياليو ته ورزياتې شي.

دا هم ولولئ

نن د نړیوال جام سیالۍ په دوو لوبو سره پیلېږي

نن يکشنبه د اکتوبر په ۱۷مه د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړيوال جام سیالۍ د …