کورپاڼه / ليکنې / څنګه کولی شو چې خپلې جامې د قلم له رنګ څخه پاکې کړو؟

څنګه کولی شو چې خپلې جامې د قلم له رنګ څخه پاکې کړو؟

پر جامو باندې د قلم رنګ یا د داغ لګېدل یوه عادي او عامه خبره ده، چې بیا یې د پاکولو لپاره په بېلابېلو کورونو کې له بېلابېلو لارو چارو څخه کار اخیستل کېږي، خو بیاهم دا داغونه په آسانۍ سره له منځه نه ځي. ویل کېږي ددې لپاره چې د جامو داغ مو له منځه لاړ شي، باید داغ وچ پرېنښودل شي او ژر تر ژر ووینځل شي، ځکه که چېرته داغ یو ځلې وچ شي بیا یې پاکول ستونزمن تمامېږي. خو دلته پوښتنه داده چې څنګه کولی شو چې دغه داغونه له منځه یوسو؟

  • لومړی باید د قلم رنګ وپېژندل شي، ځکه هغه رنګ چې اوبه لري یاهم سپور وي، پاکول یا مینځل یې آسانه وي. نو لومړی به د قلم د رنګ په داغ مخکې له دې چې وچ مالګه پورې کړئ، بیا به یې له نورو لندو جامو سره وموښئ او بیابه یې په مالګه پاک کړئ. دغه راز د داغ لاندینۍ برخې ته په یوه ټوټه یا دست کېږدئ او له پاسه به پرې اوبه واچوئ، بیا به یې په یوې پاکې ټوټې سره پاک کړئ، نو له وچېدو دمخه به یې داغ په بله ټوله پرېوځي.

  • د قلم د رنګ په داغ شامپو یا پوډرو واچوئ او تر پنځو دقیقو یې پرېږدئ. دغه راز د میځلو پرمهال له ګرمو اوبو څخه کار واخلئ، نو داغ به یې له منځه لاړ شي، خو که بیاهم له منځه لا نه ړو، نو ذکر شوې طریقه بیا تکرار کړئ.

  • لومړی به په جامو کې د داغ ځای په نښه او لاندې به ترې دست پاک یا ټوټه کېږدئ، بیابه پرې د ویښتانو سپری وشېندئ او وروسته به یې په پاکه ټوټه پاک کړئ، نو د جامو داغ به مو پاک شي.

  • یوه پیاله شېدې به راواخلئ او بیابه د جامو هغه برخه په کې ډوبه کړئ، چې داغ لري او تر سهاره به یې پرېږدئ، بیابه یې په سبا ووینځئ نو داغ به یې له منځه ولاړ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ولې دیرش دقیقې ورزش کول د روغتیا لپاره اړین وي؟

د ښې روغتیا لپاره هر څوک ځانګړې لارې چارې خپلوي، چې ځینې په همدې موخه …