د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشهورو کرکټرانو هارديک پانډيا او کرونال پانډيا پلار نن د زړه د حملې له امله مړ شوى دى، چې راشد خان هم ورسره غمرازي کړې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او له هارديک پانډيا او کرونال پانډيا سره يې غمرازي کړې ده.
هغه دواړو ته ليکلي دي، چې زه ستاسې درد احساسوم، زه هيله من يم چې تاسې به دا درد وزغمئ. هغه وايي، چې ځانونه کلک کړئ او هغه وياړمن کړئ.
My brother @hardikpandya7 & @krunalpandya24 ,please accept my condolences. The death of any loved parent is an incalculable lasting blow. I feel your pain but I’m sure you will overcome this pain.He left a great man like you behind. Be strong and keep making him proud. #RIPUncle
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) January 16, 2021
د يادولو وړ ده چې هارديک پانډيا او کرونال پانډيا د هند ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي دي، چې نن يې پلار د زړه د حمله له امله مړ شوى دى، چې مشهورو کرکټرانو هم ورسره غمرازي کړې ده.
هارديک پانډيا خو تېره مياشت له اسټراليا بېرته راستون شوى و او کرونال پانډيا بيا د هند په کورني ليګ کې د يوې لوبډلې لوبډلمشري هم په غاړه درلوده، چې هغه ليګ يې په نيمايي کې پرېښى دى او کور ته تللى.