د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلو ترمنځ يوه تمريناتي ٤٥ اوريزه لوبه ترسره شوې ده، چې افغانستان پکې د ٢٣ منډو په توپير بريا خپله کړې ده.
دا لوبه چې په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، افغانستان پکې لومړى توپوهنه ترسره کړه.
افغانستان په ٤٤.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې حشمت الله شهيدي ٦١، رحمان الله ګربز ٥٩، نجيب الله ځدراڼ ٥٣ او اصغر افغان ٢٥ منډې وکړې.
د ايرلېنډ له لوري کيمپر ٣، مک کارتي او کريګ ينګ ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ٢٦٥ منډو هدف په تعقيب کې د ايرلېنډ لوبډلې په ٤٤.٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٤١ منډې وکړې، چې د ٢٣ منډو په توپير افغانستان په تمريناتي لوبه کې بريا خپله کړه.
د ايرلېنډ لپاره ټکټور ٤٢، ادير او کيمپر ٣٩-٣٩ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري سيد شېرزاد او شرف الدين اشرف ٣-٣، ګلبدين نايب او محمد نبي ٢-٢ ويکټې واخيستې.