کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ کاروونکو شمېرې په ګوګل کې راښکاره شوي
وټساپ

د وټساپ کاروونکو شمېرې په ګوګل کې راښکاره شوي

په وټساپ تراوسه پورې د خلکو باور بېرته نه دى جوړ شوى او اوس تازه ويل شوي دي، چې د وټساپ کاروونکو د موبايل شمېرې په ګوګل سرچ انجن کې ښکاره کېږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، څه وخت مخکې د ګوګل په سرچ انجن کې د وټساپ د چټ ګروپونو معلومات خپاره شوي و، چې هر چا کولاى شو په ګوګل کې يې پېدا او برخه پکې واخلي.

اوس تازه معلومات راغلي دي، چې هغه کسان چې وټساپ په براوزر کې کاروي، د هغوى د موبايل شمېرې په ګوګل سرچ انجن کې ښکاره کېږي.

د سايبري امنيت يو څېړنپوه ويلي دي، چې دا موبايل شمېرې د وټساپ د وېب ورژن څخه په ګوګل کې خپرې شوې دي. هغه وايي چې د وټساپ دا شمېرې اوس په ګوګل سرچ انجن کې شاملې شوې دي.

نوموړي دا هم ويلي دي، چې دا د انفرادي خلکو شمېرې دې او د بزنس شمېرې په دې کې نه دي شاملې.

د يادولو وړ ده چې وټساپ څو ورځې وړاندې نوې پالېسي اعلان کړې وه، چې له مخې به يې د کاروونکو ډاټا له فېسبوک او نورو سره شريکوي، چې له دې وروسته په ميليونونو خلکو وټساپ پرېښى دى.

خو وټساپ په يوه تازه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د خلکو له نيوکو وروسته يې دغه پالېسي ځنډولې ده او د خپلو کاروونکو سره تر مشورو وروسته به د مۍ په مياشت کې بيا نوې پالېسي له خپلو کاروونکو سره شريکه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …