کورپاڼه / هنر او کلتور / د هند مشهورې خپرونې کې د خېبر درې په اړه پوښتنه
اميتاب بچن څوک غواړي چې ميليونر شي

د هند مشهورې خپرونې کې د خېبر درې په اړه پوښتنه

څوک غواړي ميليونر شي؟ يا کون بنيګا کروړپتي د هند يوه مشهوره ټلويزيوني خپرونه ده، چې برخه اخيستونکي پکې تر ٧ کروړه يا ٧٠ ميليونه پورې هندي کلدارې ګټلې شي.

د دې خپرونې کوربه د هندي فلمونو مشهور اداکار اميتاب بچن دى، چې له ډېرو کلونو راهيسې د خپرونې کوربه توب کوي.

د دې خپرونې په تازه برخه کې د خېبر درې په اړه هم يوه پوښتنه راغلې ده، چې د ٦٤٠ زره هندي کلدارو پوښتنه وه.

کون بنيګا کروړپتي

په خپرونه کې پوښتنه کېږي، چې د خېبر دره کوم دوه هېوادونه يو ځاى کوي؟

په څلور پوښتنو کې ورته ليکل شوي: (اې: افغانستان – هند)، (بي: پاکستان – ايران)، (سي: ايران – افغانستان) او (ډي: پاکستان – افغانستان) چې د خپرونې مېلمه (ډي) ځواب ورکوي او په دې سره ٦٤٠ زره هندي کلدارې ګټي.

خو د يادولو وړ ده چې خېبر دره په اصل کې د افغانستان برخه ده او د پاکستان تر قبضې لاندې د افغانستان سيمه ده، افغانستان تر اټک پورې سيمه لري، چې د انګليسانو په وخت د ډېورنډ په نوم توره کرغېړنه کرښه راوښکل شوه او د افغانستان هغه خاوره، چې تر اټک پورې ده، لومړى د انګليستانو تر ولکې لاندې وه او اوس د پاکستان تر ولکې لاندې ده.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …