کورپاڼه / روغتيا / په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ ډېرښت خطرناک وي او که کمښت یې؟

په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ ډېرښت خطرناک وي او که کمښت یې؟

ویل کېږي چې ویټامین بي ۱۲ د بدن لپاره د ډېرې زیاتې ګټې لري، چې ځینې یې دادي: د بدن فعاله ساتل، د نوو حجرو جوړول او د رګونو فعالیت او ښه والی. خو که چېرته زموږ بدن د ویټامین بي ۱۲ له کمښت سره مخ شي، نو په مختلفو ناروغیو د اخته کېدو لامل ګرځي. د سیدتي اخبار د یو راپور له مخې ویل کېږي چې ویټامین بي ۱۲ ته په ساینسي یا علمي ژبه کې کوبالامین ویل کېږي، چې په خوراکي توکو، غوښه، ماهیانو او هګیو کې موندل کېږي.

په دې اړه یو روغتیایي کارپوه ډاکتر بلال کرامي وایي، چې ویټامین بي ۱۲ د بدن لپاره ډېر اړین وي په ځانګړي ډول د عصبي حجرو په جوړښت کې مهم رول لوبوي او د وینې د حجرو په پخولو کې اغېزمن تمامېږي. نوموړی وایي چې په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کمښت د غذایي توکو په سبب رامنځته کېږي، چې بیا د نورو ویټامینونو او معدني موادو د کمښت سبب هم کېږي.

د ویټامین بي ۱۲ کمښت:

د ویټامین بي ۱۲ معلومول د وینې د ټیسټ په ذریعه ترسره کېږي، چې کمښت یې ګڼې روغتیایې ستونزې رامنځته کوي لکه د انیمیا نښې نښانې، ستړیا، په ستونزو سره د ساه اخیستل، د پوستکي رنګ بدلېدل، د زړه درزا، د ویښانو توییدل او په عصبي سیستم منفي اغېزې پرېباسي. دغه راز د کمزورۍ احساس، د ژبې سره کېدل یا درد، د طبیعت خرابېدل، خپګان او د حافظې ستونزې هم راولاړوي.

بله خوا ویل کېږي که چېرته ذکر شوي ویټامین بېخي کم شي، نو د تګ ستونزې هم راولاړوي او د اسهال او د قبض په ناروغیو مو اخته کوي.

د ویټامین بي ۱۲ د کمښت سببونه:

ویل کېږي کله جې هغه خواړه ونه خورو چې په جوړښت کې یې ویټامین بي ۱۲ وي، نو بدن مو یې له کمښت سره مخ کېدلی شي. دغه راز هغه کسان چې یوازې سابه خوري د ذکر شوو ویټامینو له کمښت سره مخامخ کېږي او هغه ښځې چې امیندوارې وې هم د ویټامین بي ۱۲ له کمښت سره لاس او ګریوان وي.

د خوراکي توکو په وسیله یې درملنه:

ویل کېږي چې د ویټامین بي ۱۲ د کمښت درملنه د خوراکي توکو په وسیله کېدلی شي او د غوښې، هګۍ، ماهي او له شېدو څخه په جوړو شوو توکو یې کمښت پوره کولی شو. خو که چېرته یې له سخت کمښت سره مخ یو، نو د ځانګړې پیچکارۍ په استعمال سره یې پوره کولی شو. سربېره پردې د ویټامین بي ۱۲ ډېروالی هم خطرناک تمامېږي، چې بیا د لیوکیمیا، د پوستکي ناروغۍ، تور زیړی او د ګردو ستونزې هم رامنځته کوي. د ویټامین بي ۱۲ د ډېروالي نښې نښانې عبارت دي له ستړیا، چکر خوړل، زړه بدېدل، له خپګان او نورو څخه.

Loading...

دا هم ولولئ

نخود

چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د چولو په جوړښت کې د پروټینو او فایبرو شتون کالوري او لوږه برابره ساتي …