کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان لپاره ستر وياړ، افغان زعفرانو لومړى مقام وګټلو
زعفران

د افغانستان لپاره ستر وياړ، افغان زعفرانو لومړى مقام وګټلو

د افغانستان او افغانانو لپاره ستر وياړ دى، چې افغان زعفرانو د خوند يا ذايقې انسټيټيوټ څخه لومړى مقام ګټلى دى. دوى په خپله وېبپاڼه کې ويلي دي، چې افغان زعفرانو د درې ستوريزو سرو زرو لومړى مقام ترلاسه کړى دى.

افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ښه زعفران لري او ډېر زعفران هم توليدوي، چې نورۍ نړې ته هم لېږل کېږي او په ټوله نړۍ کې يې خلک مينه وال دي.

افغانستان مخکې هم د لسګونو هېوادونو ترمنځ د ښو زعفرانو د توليد په برخه کې جايزې ترلاسه کړې دي او تر نورو مخکې شوى دى.

افغان زعفران

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د زعفرانو کښت زيات شوى دى او په نړيواله کچه يې هم افغانستان ته ښه نوم او يو مثبت انځور ورکړى دى.

که څه هم ځينې هېوادونه د افغانستان په نوم خپل زعفران هم نړيوال بازار ته وړاندې کوي، خو د افغانستان زعفران بيا له خپل خوند څخه پېژندل کېږي.

د افغانستان زعفران نه يوازې دا چې د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې مينه وال لري او خلک يې کاروي، بلکې اوس يې په افغانستان کې هم کارول زيات شوي دي او په ځانګړې توګه د چايو لپاره يې خلک کاروي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …