کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوېد اميرخېل: د پلار ډېر قدر وکړئ، په غصه يا ترخه خبره يې خاطر مه بدوئ
جاوېد اميرخېل

جاوېد اميرخېل: د پلار ډېر قدر وکړئ، په غصه يا ترخه خبره يې خاطر مه بدوئ

د هېواد مشهور او نوميالى سندرغاړى جاوېد اميرخېل وايي، چې د خپل پلار مو ډېر قدر وکړئ، مينه ورسره وکړئ او د هغه په غصه يا ترخه خبره خاطر مه بدوئ.

جاوېد اميرخېل چې څه وخت مخکې يې پلار له دې نړۍ څخه وکوچېده، وايي چې نن يې پلار ډېر ياد شوى دى او د خپل پلار يو عکس په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې خپور کړى دى.

نوموړي له دې عکس سره خپل پلار ته ليکلي دي:

((لکه څنګه چې په ژوند کې يو عالي او منفرد شخصيت وې، همداسې دې مرګ هم بې وخته او ناڅاپه و. زه دې د ژوند ستړو ستومانو ته ډېر بې وخته يوازې پرېښولى يم دادا))

جاوېد اميرخېل همدا راز خپلو مينه والو ته ليکلي دي:

((نن مې پلار ډېر ياد شو. ملګرو د خپل پلار ډېر قدر وکړئ، مينه ورسره وکړئ، د پلار په غصه يا ترخه خبره هېڅ کله خاطر مه بدوئ، دا نازولي دي، دوى پر اولاد ناز کوي، ځکه تريخ او تېز شي. لکه څنګه چې خپل اولاد سره مينه کوئ، ناز ورکوئ، دغسې خپل قدرمن پلار ته هم مينه ورکړئ، ناز ورکړئ، هغه ټول پلرونه چې وفات شوي، رب تعالى دې وبخښي، کوم چې ژوندي دي، رب تعالى دې ستر عمرونه ورکړي.))

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …