کورپاڼه / بېلا بېل / مالديپ کې اوس د ځان لپاره پوره ټاپو هم کرايه کولاى شئ، خو ٨٠ زره ډالر د ٢٤ ساعته اخلي
مالديپ ټاپو

مالديپ کې اوس د ځان لپاره پوره ټاپو هم کرايه کولاى شئ، خو ٨٠ زره ډالر د ٢٤ ساعته اخلي

مالديپ هغه هېواد دى چې ١٢٠٠ ټاپوګان يا جزيرې لري، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه يې خلک ليدو ته ورځي. د کورونا په دې وخت کې هم دلته د خلکو تګ راتګ روان دى او اوس تاسې کولاى شئ چې دلته يو روغ ټاپو يا جزيره هم په کرايه ونيسئ، خو د دې د ٢٤ ساعتونو کرايه ٨٠ زره امريکايي ډالر ده.

دې ټاپو ته د (اتهافوشي) نوم ورکړل شوى دى، يعنې شخصي جزيره، دا د والډروف ايسټوريا مالديپ په نوم يو شرکت اخيستې ده، چې اوس د دوى شخصي ملکيت دى.

په دې ټاپو کې درې تعميرونه دي چې ٢٤ کسان پکې په اسانۍ پاتې کېداى شي.

د مالديپ ټاپو ١

همدا راز د تعميرونو دننه او بهر د لمبا لپاره ځايونه، حوض او د سمندر په غاړه د ويده کېدو لپاره تعمير هم لري. دا تعميرونه په ډېر ښکلي انداز جوړ شوي دي.

دلته د مېلمنو د خدمت لپاره ډېر خدمتګاران شته دي، چې هر ډول خدمت يې ترسره کوي. د هوايي مېدان څخه په کښتۍ کې ٤٠ دقيقې سفر کولو سره دې ټاپو ته رسېدلى شئ، همدا راز په چورلکه کې په ١٥ دقيقې کې دلته د ټولو ټاپوګانو ننداره هم کولاى شئ.

د مالديپ ټاپو ٢

په دې ټاپو يا جزيره کې د اشپزانو پوره يو ټيم شتون لري، چې ستاسې د خوښې هر ډول خواړه درته چمتو کوي. د دې تر څنګ د کښتۍ چلولو، د اوبو سپورټس، ارايشګاه او جيم هم پکې جوړ شوي دي.

د يادولو وړ ده چې مالديپ ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سېلانيانو د ورتګ اجازه شته دى، خو اوس چې هر څوک مالديپ ته ورځي، هلته به د څو ورځو لپاره کرنټين کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اې ټي ايم ماشين

د مصر يو ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو

په بيلجيم کې کارکوونکى يو مصري ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو، هغه …