کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان: کومه نجلۍ چې مې خوښېده، هغه اوس لمسي لري
سلمان خان

سلمان خان: کومه نجلۍ چې مې خوښېده، هغه اوس لمسي لري

د هندي سينما مشهور اداکار سلمان خان وايي، چې کومه نجلۍ د هغه خوښېده، هغه اوس لمسي لري او که چېرته ده ورسره واده کړى واى، نو په خپله به هم د لمسو نيکه واى.

سلمان خان چې ٥٥ کاله عمر لري، تراوسه پورې مجرد دى او د هغه مينه وال هم تراوسه پورې د هغه واده ته په تمه دي، په مرکو او نورو ځايونو کې هم له سلمان خان نه تر ټولو زياته د واده پوښتنه کېږي.

سلمان خان که څه هم څو څو ځل په مرکو کې ويلي دي، چې واده کولو ته هېڅ اراده نه لري، خو اوس وايي، چې کومه نجلۍ يې خوښېده، هغه اوس لمسي لري.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د بيګ باس په ١٣م پړاو کې چې سلمان خان يې کوربه دى، اجى دېوګن او کاجل مېلمانه و، چې له سلمان خان سره يې يوه لوبه وکړه.

سلمان خان وويل، چې زما کومه نجلۍ خوښېده، ما هغې ته د خپلې مينې ونه ويل.

هغه وويل، ما ورته له دې امله د خپل زړه خبره ونه کړه، چې ويرېدم، هسې نه دا نجلۍ مې رد کړ، نو د واده خبره مې هم ورسره ونه کړه.

سلمان خان وويل، چې ٢٠ کاله وروسته مې هغه نجلۍ وليدله، نو لمسي يې درلودل او ماته يې وويل، چې زما لمسي ستا مينه وال دي او ستا فلمونه ډېر په مينه ګوري.

سلمان خان زياته کړه، چې زه اوس په دې نه يم خپه چې هغه نجلۍ ته مې د خپل زړه خبره ولې ونه کړه، ځکه که له هغې سره مې واده کړى واى، نو اوس به زه هم د لمسو نيکه واى.

Loading...

دا هم ولولئ

پريانکا چوپړا

د پريانکا چوپړا کالي په ټولنيزو رسنيو کې رشخند شوي

د باليووډ او هاليووډ فلمونو مشهورې اداکارې پريانکا چوپړا نوي کالي په ټولنيزو رسنيو کې …