کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب کې ٣٣٦ منډې وکړې
اسټراليا

هند د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب کې ٣٣٦ منډې وکړې

د هند لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه او د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب کې يې ٣٣٦ منډې وکړې، چې يوازې ٣٣ منډې تر اسټراليا وروسته پاتې شو.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٣٣٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې شردل ټاکر ٦٧، واشينګټن سندر ٦٢، روهيت شرما ٤٤، ماينک اګروال ٣٨ او اجينکى ريهانى ٣٧ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري جوش هازلووډ ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٥ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز مچل سټارک او پاټ کومنز ٢-٢ او ناتن ليون ١ ويکټ واخيسته.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې د اسټراليا تر لومړۍ پاڼۍ ٣٣ کمې منډې وکړې.

تر دې مخکې بيا اسټراليا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦٩ منډې ترلاسه کړې وې، چې مارنوس لابوشين ١٠٨، ټيم پين ٥٠، کيمرون ګرين ٤٧ او ميتيو ويډ ٤٥ منډې کړې وې.

د هند له لوري بيا ټي ناټاراجن، شردل ټاکر او واشينګټن سندر ٣-٣ لوبغاړي سوځولي و.

دا د ټي ناټاراجن او واشينګټن سندر د هند لپاره لومړنۍ ټېسټ لوبه ده، چې تراوسه پورې ښه ځلېدلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

د کورونا زياتېدونکو پېښه له امله د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د کورونا زياتېدونکو پېښو له امله وځنډول شو، چې …