کورپاڼه / روغتيا / کومې هګۍ د وزن د کمښت لپاره ګټورې وي اېشېدلې او که سرې کړې؟
چاغه ښځه او هګۍ

کومې هګۍ د وزن د کمښت لپاره ګټورې وي اېشېدلې او که سرې کړې؟

ویل کېږي چې هګۍ د وزن د کمولو لپاره ترټولو مهم توکی ګڼل کېږي، ځکه چې د هګۍ په جوړښت کې د پروټینو او د څلور سلنه کالورۍ شتون د بدن ټوله اضافي وازده هغه وخت اوبه کوي، کله چې په سمې او مناسبې طریفې سره وکارول شي. نو راځئ چې نن ورځ د وزن د کمولو لپاره پر یوه ځانګړي پلان کار وکړو او په ترتیب سره خپل وزن کم کړو.

د ناشتې پرمهال:

ویل کېږي چې د سهار د ناشتې پرمهال دوه دانې اېشول شوې هګۍ له تریخو چایو یاهم د یوې پیالې جوسو سره چې د کېنو څخه لاسته راغلی وي، وڅښل شي، نو ذکر شوې ناشته به ددې موسم یو له غوره ناشتو څخه وي، ځکه چې په دې ډول به د بدن وازده ډېروالی ونه مومي، بلکې ددې بر عکس به یې په اوبه کولو کې مرستندویه تمامه شي.

د غرمې پرمهال:

ویل کېږي چې د غرمې پرمهال دوه دانې ایشول شوې هګۍ له یو خوراک مستو او په لږه اندازه له مالګې سره وخورئ او ورسره څنګ کې دوه پیالې اوبه وڅښئ او په دې ډول د وزن د ډېرېدو مخنیوی وکړئ او اضافي وازده مو اوبه کړئ.

د شپې پرمهال:

وبل کېږي چې د شپې پرمهال دوه دانې هګۍ او یو پلیټ د چرګ غوښه په اوبو کې جوش کړئ او یاهم په لږه اندازه تېلو څخه ګټه واخلئ او په همدې ډول خپل ډېر شوی وزن له کمښت سره مخ کړئ.

خو دلته بیا پوښتنې پیدا کېږي، چې پورتني غذایي رژیم ته باید تر کومه داوم ورکړو، یعنې ترڅو ورځو پورې له دې طریقې څخه ګټه پورته کړو؟ ځواب یې دادی: که چېرته تر یوې اوونې پورې له پورتني غذایي رژیم څخه ګټه واخیستل شي، نو په څرګنده توګه به مو په وزن کې کمښت رامنځته شي.

کومې هګۍ د وزن د کمولو لپاره ګټورې وي، ایشېدلې او که سرې کړې؟

ویل کېږي چې ایشېدلې هګۍ د وزن د کمښت لپاره ځکه ګټورې وي، چې په استعمال سره یې د لوږې احساس له منځه ځي او په زیاته اندازه اړین ویټامینونه او غذایي توکي د بدن په برخه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …