کورپاڼه / روغتيا / د لېمو په پوستکي کې دغه سپین توکي هم حیرانوونکې ګټې لرې
ليمو

د لېمو په پوستکي کې دغه سپین توکي هم حیرانوونکې ګټې لرې

د لېمو د ګټو په اړه به مو ډېر اورېدلي او لېدلي وي او له دې به هم خبر يئ، چې لېمو د ګردو او ځیګر په پاکولو کې ځانګړی رول لري. د روغتیایې کارپوهانو پر وینا که چېرته له لېمو څخه اوبه وایستل شي او یوازې یې همدغه اوبه استعمال شي، نو له ډېرو زیاتو ګټو به یې محرومه شو. روغتیایې کارپوهان وایي چې پخپل د لېمو په جوړښت کې د اوبو په پرتله یې ډېره زیات ویټامین سي موندل کېږي.

روغتیایې کارپوهان زیاتوي، چې د لیمو پوستکی د دفاعي سیستم په پیاوړي کولو کې ګټور تمامېږي او د وینې د کلیسټرول د کمښت سبب کېږي، سرطان څخه مخنیوی کوي، میکروبونه له منځه وړي او د کولمو لپاره ګټور تمامېږي. دغه راز له څېړنو ثابته شږې چې د لېمو منظم کارول د ساه لنډۍ ستونزې حل کوي، فشار فشار له منځه وړي، د ژور خپګان په کمولو کې مرستندویه تمامېږي او د وینې د لوړ فشار په برابر ساتلو کې اغېزمن تمامېږي.

بله خوا ویل کېږي چې د لېمو د پوستکي په جوړښت کې په زیاته اندازه د ویټامین سي او کلسیمو شتون د هډوکو د قوی کېدو سبب کېږي او د سټرک اسیدو موجودیت یې بیا غاښونو له بېلابېلو ستونزو او ناروغیو څخه ژغوري. دغه راز په دې خو موږ ټول پوهېږو چې د لېمو اوبه د وزن په کمولو کې اغېزمن او ګټور رول لوبوي، خو دا به مو نه وي اورېدلي چې د لېمو پوستکی مو هم د وزن په کمولو کې په څرګنده توګه کمښت رامنځته کوي او د قبض په ګډون مو د خېټې ټولې ستونزې حلوي. نو هڅه وکړئ چې له نن څخه وروسته د لېمو له پوستکي هم ګټه پورته کړئ.

یاده دې وي چې د دفاعي سیستم پیاوړتیا بیا ددې لامل کېږي چې موږ روغ او صحت مند واوسو، له ګڼو ناروغیو څخه وژغورل شو او د پوستکي د ښکلا سبب مو وګرځي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …