کورپاڼه / روغتيا / د کدو د جوسو د استعمال پنځه حیرانوونکې ګټې
کدو

د کدو د جوسو د استعمال پنځه حیرانوونکې ګټې

د شین رنګه سبزیجاتو له جملې څخه یو هم کدو دی، چې په طبیعي ډول ډېرې زیاتې ګټې لري او د بدن د اوبو په برابر ساتلو او د ویټامین سي، ویټامین ای او د ویټامین کی یوه مهمه ذریعه هم ده. دغه راز د کدو په جوړښت کې سودیم، کلسیم، اوسپنه، زنک او د میګنیزیم په څېر اړین معدني مواد هم شتون لري، چې د خرابو کلیسټرولو سطحه ټیټوي او د زړه لپاره ګټور تمامېږي. بله خوا ویل کېږي چې د کدو په استعمال سره د هضم مرحله ښه والی مومي او د قبض او خېټې له ستونزو مو ژغوري. نو راځئ چې نن ورځ یې د ګټو په اړه ډېر څه ولولو.

بدن ته یخوالی ور په برخه کوي:

ویل کېږي چې د کدو د جوسو په استعمال سره زموږ بدن یخوالی مومي او د اوړي په ورځو کې مو د بدن اوبه برابرې ساتي، چې په پایله کې مو معده یخه ساتل کېږي او د بدن تودوخه مو هم ورسره کمېږي.

وزن کموي:

ویل کېږي چې د وزن د کمښت لپاره د کدو له جوسو ډېره ګټه اخیستل کېږي، ځکه چې ذکر جوس د فایبرو یوه مهمه ذریعه ده او فایبر د لوږې احساس ختموي او په همدې ډول د وزن د کمښت سبب کېږي.

د زړه لپاره ګټور وي:

ویل کېږي که چېرته هر سهار په نهاره د کدو جوس په منظم ډول استعمال شي، د کلیسټرول سطحه کموي او په همدې ډول د زړه لپاره ګټور وي.

ذهني فشار ختموي:

ویل کېږي چې د کدو په جوړښت کې د کلین په نوم ماده شتون لري، چې د دماغو د فعالیتونو د ښه والي سبب کېږي او د ذهني فشار او نورو ستونزو په حل کې اغېزمن رول لري.

د خېټې ستونزې حلوي:

ویل کېږي چې د کدو په جوسو سره د قبض ستونزه حل مومي او په جوړښت کې یې د اوبو او فایبرو شتون د هضم په مرحله کې ښه والی راولي او د کولمو د پاکوالي سبب کېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …