کورپاڼه / روغتيا / په نهاره سره د هوږې د استعمال روغتیایې ګټې
اوږه

په نهاره سره د هوږې د استعمال روغتیایې ګټې

ویل کېږي چې هوږه له ډېرې پخوا زمانې څخه د انسانانو د استعمال وړ ګرځېدلې. دغه راز رومیانو، مصریانو، ایرانیانو، یهودو، عربو او د نړۍ ټولو قومونو د هوږې د ګټو په اړه خبرې کړي، خو د زیانونو په اړه یې لا تراوسه څه نه دي ویل شوي. بله خوا هوږې ته د مسالو سردار یا پاچا هم ویل شوي دي، چې د ګڼو روغتیایي ګټو لرونکې ده، یعنې د وینې جریان تېزوي، هضم ښه کوي او په پیاوړتیا کې اغېزمن تمامېږي.

که څه هم د هوږې په استعمال سره د خولې بوی پیدا کېږي، خو د ګڼو ګټو په سبب یې د ټولې نړۍ خلک استعمالوي او ډېرې روغتیایي ګټې ورځنې لاسته راوړي. نن مو په همدې دا لیکنه برابره کړې ترڅو په نهاره سره د هوږې د استعمال له ګټو خبر شو:

  • ویل کېږي که چېرته هوږه په نهاره سره وخوړل شي، نو په خېټه کې موجوده بکټریا له کمزورۍ سره مخ کېږي او نه شي کولی شي چې هوږې په وړاندې مقابله وکړي، چې بیا په نتیجه کې له ډېرو ناروغیو څخه ژغورل کېږو او د یو ښه او صحت ژوند خاوندان ګرځو.

  • که چېرته هوږه په نهاره سره وخوړل شي، دفاعي سیستم مو قوت مومي او بدن مو له ناروغیو څخه ژغورل کېږي.

  • هوږه یو طبیعي انټي بیوټیک دی، چې د ژمي په موسم کې یې استعمال د موسمي ناروغیو لکه د ټوخي، نزلې او د زکام د مخنیوي سبب کېږي.

  • د هوږې استعمال وینه نرۍ کوي، چې د وینې جریان تېزوي او د لوړ فشار مخنیوی هم کوي.

  • که وینې د شیریانونو د بندېدو ستونزه لرئ، نو په نهاره سره هوږه استعمال کړئ، چې ډېر ژر به ستونزه حل شي او طبیعت به مو روغ جوړ شي.

  • که چېرته د پوستکي له ناروغیو سره مخ یئ، نو پخپلو خوراکي توکو کې هوږه ډېره کړئ، چې په دې سره به مو له بدن څخه زهرجن توکي خارج شي او پوستکی به مو تازه والی ومومي. دغه هوږه د عصبي کمزوریو لپاره هم ګټوره وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …