کورپاڼه / جالب / یوه داسې څرمښکۍ موندل شوې، چې د سپوږمۍ وړانګې جذبوي
چرمخکۍ

یوه داسې څرمښکۍ موندل شوې، چې د سپوږمۍ وړانګې جذبوي

د جرمني ساینسپوهانو ویلي چې د افریقا په شګلنو دښتو کې یې یوه داسې څرمښکۍ موندلې، چې نوم یې Pachydactylus rangei او د شپې پرمهال د سپوږمۍ وړانګې جذبوي، چې بیا د شپې په تیاره کې په آسانۍ سره لېدل کېدلی شي.

یاده دې وي چې د یو رنګ وړانګو جذبول او بیا یې په بل رنګ د خارجولو عمل ته فلوریت Fluorescence ویل کېږي، خو که چېرته دغه کړنه په حیواناتو کې څرګنده شي، نو بیا دې عمل حیاتي فلوریت (بایو فلوریسنس) ویل کېږي، چې دغه عمل د اور بلکو سربېره په ماهیانو، لړمانو، چونګښو او په نورو څښېدونکو، ذوحیاتینو کې لېدل کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې په دې ډول حیواناتو کې ذکر شوې کړنه لېدل شوې ده. ویل کېږي چې ددې ډول کړنې علت د دوی په پوستکي یا هډوکو کې د داسې کیمیاوي مرکبونو شتون چې د یو رنګ د جذبولو په نتیجه کې بل ډول رنګ خارجوي.

راپورونه زیاتوي چې دغه څرمښکۍ د افریقا د نمیب په دښتو کې موندل شوې، چې د پوستکي لاندې یې د ګوانینو په نوم ژوند مرکب یا کیمیاوي مرکبونه شتون لري، چې په سبب یې د پوستکي همدغه برخه ژېړو ته مایل په سپین رنګ سره ښکاري. دغه راز ویل کېږي چې د سپوږمۍ په وړانګو کې په لږه اندازه د بنفش رنګ هم لري، چې هیڅ ضرر رسوونکی نه وي، چې بیا همدغه وړانګې ذکر شوې څرمښکۍ جذبوي او بېرته شین رنګ وړانګې خارجوي.

د نمیب دښته چې په دریوو افریقایي هیوادونو یعنې نمیبیا، جنوبي افریقا او د انګولا په هیوادونو کې خپره ده، د Pachydactylus rangei څرمښکۍ طبیعي کور هم ګڼل کېږي او ددې څرمښکۍ اوږدوالی تقریباً له ۴ څخه تر ۶ اینچو پورې رسېږي او د پښو جوړښت یې د یو جال په څېر دی.

دغه راز د موندنې له مخې ویل کېږي، چې دا څرمښکۍ یې په ۵۵ ډولونو د څېړنې وروسته موندلې ده.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …