کورپاڼه / روغتيا / د کوپرې د اوبو د استعمال مناسب وخت کوم دي؟
د کوپرې اوبه

د کوپرې د اوبو د استعمال مناسب وخت کوم دي؟

ګڼ شمېر خلک د کوپرې اوبه یو له هغه حیرانوونکو څښاکو څخه ګڼي، چې په استعمال سره یې بدن په مناسب توګه انرژي وربخښل کېږي. ویل کېږي چې د کوپرې په اوبو کې په لږه اندازه کالوري شتون لري او د ګڼو طبیعي انزایمونو او معدني موادو په درلودلو سره یو له غوره څښاکو څخه ګڼل کېږي. که څه هم د کوپرې اوبه د ورځې د جریان په هره برخه کې استعمالولی شو، خو که چېرته په مناسب وخت سره وڅښل شي، روغتیایي ګټې یې دوه برابره کېدلی شي. نو راځئ چې نن ورځ د کوپرې د اوبو د استعمال مناسب وختونه وپېژنو او ګڼې روغتیایي ګټې ترلاسه کړو.

د کوپرې د استعمال مناسب وختونه:

د نورو څښاکو پر خلاف د کوپرې د اوبو استعمال کوم ځانګړی وخت نه لري، بلکې د ورځې په هره برخه کې ترې ګټه اخیستلی شئ، خو که په ځینو وختونو کې استعمال شي، نو ښه ګټه ترې پورته کولی شو.

د سهار پرمهال په نهاره استعمال:

ویل کېږي چې د سهار پرمهال د کوپرې د اوبو استعمال له ډېرو لارو ګټور تمامېږي، ځکه چې په ذکر شوو اوبو کې لوري اسید وي، چې دفاعي سیستم ته ځواک ورکوي او د میتابولیزم په ګډون د وزن په کمښت کې هم ګټور تمامېږي. دغه راز د قبض د ستونزو او له اوبو د کمښت سره مخې امیندوارې میرمنو ته هم د کوپرې د اوبو د استعمال لارښوونه کېږي.

له ورزش څخه دمخه یا یې وروسته استعمال:

لکه څنګه چې موږ ټول په دې پوهېږو چې د کوپرې اوبه یو له طبیعي څښاکو څخه دي، که چېرته له ورزش څخه دمخه استعمال شي، نو بدن ته د انرژۍ په ورکولو کې ګټور تمامېږي، خو که چېرته له ورزش څخه وروسته وکارول شي، نو د ستړیا په لېرې کولو او بدن ته د ځواک په ورکولو کې ګټورې تمامېږي.

له خوړو څخه دمخه او وروسته:

له خوړو څخه دمخه د کوپرې د اوبو استعمال مو د لوږې احساس کموي او په همدې ډول مو د بدن کالوري کموالی مومي، خو که چېرته له خوراک څخه وروسته استعمال شي نو د هضم په مرحله کې مو ښه والی راځي او د وینې د لوړ فشار د ټیټوالی لامل ګرځي.

له خوب څخه دمخه:

ویل کېږي چې د کوپرې اوبه له ذهني فشار سره مقابله کوي او دماغو ته د آرام سبب کېږي، خو که چېرته له وېده کېدو دمخه وڅښل شي، نو له بدن څخه مو زهرجن مواد خارجوي او د ګردو له ستونزو مو ژغوري.

Loading...

دا هم ولولئ

په بدن کې د اوسپنې د کمښت سببونه، نښې نښانې او د پوره کولو لارې چارې

په بدن کې د اوسپنې د کمښت مطلب دا وي چې په وجود کې وینه …