د تېرې لوبې په څېر ظاهر خان يو ځل بيا ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، خو نور احمد بيا کومه ويکټ ترلاسه نه کړه.
د بيګ باش ٤٢مه لوبه د ميلبورن رينيګاډز او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې رينيګاډز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
ميلبورن رينيګاډز په ١٩.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې سام هارپر ٦٣، مکينزي هاروى ٢٩ او شان مارش ٢٤ منډې وکړې.
د ميلبورن سټارز له لوري ليام هيتچر ٣، ظاهر خان او بيلي سټانليک ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ١٥١ منډو هدف د ميلبورن سټارز لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى لپاره نيک لارکين او مارکس سټوينيس ٤٣-٤٣، ګلين ميکسويل ٢٠ او نک مډينسون هم ٢٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ميلبورن رينيګاډز له لوري کين ريچارډسن ٢ لوبغاړي وسوځول، نور احمد هم ٤ اورونه ترسره کړل چې ٢٩ منډې يې ورکړې، خو کومه ويکټ يې وانخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ليام هيتچر ترلاسه کړه.