د بحرين په دښته کې له يوې پېړۍ راهيسې يوه ونه ولاړه ده، چې بېخي يوازې ده او له همدې امله د خلکو لپاره ډېره د حېرانتيا وړ ګرځېدلې ده.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د دې لرغونې ونې شاوخوا ټوله دښته ده او شاوخوا يې ابادي هم نشته او نه يې د اوبو کوم انتظام شته، دلته بله کومه ونه هم نشته.
د بحرين د لرغونپوهنې اداره وايي، چې دا ونه (شجرة الحياة) نومېږي او له کلونو راهيسې د اوبو پرته په دې دښته کې ولاړه ده.
بحرين کې د سېلانيانو يو لارښود رسنيو ته ويلي دي، چې ځايي خلک دې ونې ته د ژوند ونه وايي، د دې شاوخوا بله هېڅ داسې ونه نشته، بلکې په دې ټوله سيمه کې دا ډول بله کومه ونه نشته.
لرغونپوهان وايي، چې داسې ښکاري په دې سيمه کې ٣٠٠ کاله پخوا کوچني کوچني کورونه و، خو دلته د اوبو د کمښت وروسته خلک له دې ځايه وکوچېدل. ځينې خلک دا فکر هم کوي، چې د دې ونې شاوخوا ٥٠٠ کاله پخواني انساني اثار شتون لري.
په ٢٠٠٩ کال کې د دې ونې په لرغونو اثارو کې د شاملولو غوښتنه هم شوې وه.
د بحرين لرغونپوهان وايي، چې دا ونه د العکاسيه ونو د کورنۍ څخه ده، د بحرين خلک دې ته شجرة العوسج هم وايي او دا د ١٦مې پېړۍ په ونو پورې تړاو لري.
د دې ونې ليدو لپاره چې کوم سېلانيان راځي، هغوى ورته په بوتلونو کې اوبه هم راوړي.