کورپاڼه / خبرونه / افتاب عالم د پاکستان د عاجلې وېزې لپاره له خلکو د کومک غوښتنه کړې
افتاب عالم

افتاب عالم د پاکستان د عاجلې وېزې لپاره له خلکو د کومک غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم د پاکستان عاجله وېزه غواړي او په دې اړه يې په فېسبوک کې پوسټ کړى دى.

افتاب عالم ته د پاکستان وېزه په عاجل ډول د څه لپاره پکار ده؟ ايا هغه په خپله پاکستان ته ځي او که د بل چا لپاره د پاکستان وېزه غواړي، په دې اړه يې څه نه دي ليکلي.

خو نوموړي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي: ((د پاکستان انلاين ويزه راته ارجنټ پکار ده، که کوم دوست راسره کوم کوى شي، ماته دې ميسج اوکي، مننه.))

افتاب عالم پوسټ

افتاب عالم نيم ساعت مخکې په خپله فېسبوکپاڼه کې د پاکستان د عاجلې وېزې لپاره له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې ډېرو خلکو ورته د کومک وړاندېزونه هم کړي دي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …