کورپاڼه / خبرونه / عظمت الله عمرزى: هيله من يم چې په لوبه کې به چانس راکړل شي
عظمت الله عمرزى

عظمت الله عمرزى: هيله من يم چې په لوبه کې به چانس راکړل شي

د افغانستان الراونډر لوبغاړى عظمت الله عمرزى چې په لومړي ځل د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته په ملي لوبډله کې اخيستل شوى دى، وايي چې هيله من دى چې په لوبه کې به د لوبېدو چانس ورکړل شي.

عظمت الله عمرزي سره د وي او اې پښتو راډيو يوه ژوندۍ مرکه کوله، چې نوموړي پکې وويل، ملي لوبډلې ته راتګ يې خوب و او کرکټ يې د همدې لپاره پيل کړى و چې د افغانستان استازولي وکړي. هغه وويل، په ملي لوبډله کې انتخابېدل زما لپاره ډېر د خوشحالۍ ځاى دى او دا مې د مور و پلار او هېوادوالو دعاګانې دي، چې نن دلته يم.

عظمت الله عمرزي وويل، چې په لوبډله کې ډېر مشران لوبغاړي دي، چې په نورو هېوادونو کې هم لوبېدلي او تجربه لري او دوى راسره خپلې تجربې شريکوي.

هغه د توپوهنې په اړه وويل، چې زه خو په مډل ارډر او لو ارډر کې توپوهنه کوم، خو د روزونکي او لوبډلمشر د پلان سره سم، چې په کوم وخت کې چانس راکړل شي، نو هڅه به وکړه چې ښه لوبه وکړم.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا هيله من دى چې په لوبه کې به د لوبېدو چانس ورکړل شي، وويل چې هيله ده چې چانس راکړل شي او زه به کوشش وکړم چې پوره ګټه ترې واخلم.

عظمت الله عمرزي د خپلې خوښې لوبغاړو په اړه وويل، چې د افغانستان ملي لوبډله کې يې محمد نبي او په نړيوالو لوبغاړو کې يې ويراټ کوهلي د خوښې لوبغاړي دي.

نوموړي دا هم وويل، چې کرکټ يې له ماشومتوبه پيل کړى و او ملګرو به ورته ويل چې استعداد لري او ښه لوبغاړى جوړېدى شي، نو بيا يې په ٢٠١٤ کال کې په رسمي توګه د هارډ بال کرکټ پيل کړ.

د يوې پوښتنې په ځواب کې عظمت الله عمرزي وويل، چې په توپوهنه کې ځان ډېر راحته احساسوي، خو په توپ اچونه کې هم مشکل نه لري.

د يادولو وړ ده چې عظمت الله عمرزى په تېره شپږيزه کرکټ ليګ کې ډېر ښه ځلېدلى و، هغه د کابل بازانو لوبډلې لپاره لوبېده، چې اتلولي يې خپله کړه. همدا راز نوموړى د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې هم اخيستل شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهين شاه اپريدى او شاهد اپريدى

شاهين شاه اپريدي د شاهد اپريدي د لور سره کوژده وکړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي د پاکستان کرکټ ملي …