کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې سريلانکا ته ماتې ورکړه
انګلستان لوبډله

انګلستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې سريلانکا ته ماتې ورکړه

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د سريلانکا له لوري د ٧٤ منډو ټاکل شوى هدف انګلستان په اسانۍ پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د سريلانکا او انګلستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د جنورۍ په ١٨مه نېټه پيل شوې وه، چې سريلانکا پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

سريلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ١٣٥ منډې وکړې، چې دنيش چنديمل ٢٨ او انجيلو ميتيوز ٢٧ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري ډام بيس ٥ او سټارټ بروډ ٣ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٢١ منډې وکړې، چې جو روټ ښه توپوهنه ترسره کړه او ٢٢٨ منډې يې وکړې، همدا راز ډان لاورينس ٧٣ او جوني بيريسټو ٤٧ منډې ترلاسه کړې.

د سريلانکا له لوري دلروان پيريرا ٤، لاسيت امبولدنيا ٣ او اسيتها فرنانډو ٢ ويکټې واخيستې.

سريلانکا په دويمه پاڼۍ کې ٣٥٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې لاهيرو تيرمانى ١١١، انجيلو ميتيوز ٧١ او کوشل پيريرا ٦٢ منډې ترلاسه کړې.

د سريلانکا له لوري جېک ليچ ٥، ډام بيس ٣ او سام کران ٢ ويکټې واخيستې.

سريلانکا د انګلستان لوبډلې ته د ٧٤ منډو هدف وټاکه، چې ياد هدف انګلستان د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جو روټ ترلاسه کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دويمه يا وروستۍ ټېسټ لوبه د جنورۍ په ٢٢مه نېټه پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيل سټين

د ډيل سټين په اړه د کمنټيټر شخصي تبصرې نوموړى غصه کړى

د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى ډيل سټين چې د پاکستان سوپر …