کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / سامسنګ داسې يو روباټ جوړ کړى، چې د کور کارونو کې مرسته کوي
سامسنګ روباټ ١

سامسنګ داسې يو روباټ جوړ کړى، چې د کور کارونو کې مرسته کوي

سامسنګ د ځيرکو موبايلونو او ټلويزيونونو جوړولو په برخه کې د نړۍ ستر شرکت دى، خو دا شرکت د ټېکنالوژۍ په نورو برخو کې هم کار کوي.

په دې برخه کې روباټونه هم دي چې د سامسنګ له لوري جوړېږي او هر کال يې د اي ايس ټېکنالوژۍ په کلنۍ غونډه کې وړاندې کوي.

سږکال هم سامسنګ يو شمېر روباټونه دې نندارې ته وړاندې کړل، خو د (پوټ هېنډي) په نوم يو روباټ يې د خلکو د پام وړ ګرځېدلى دى، چې د کور ډېر کارونه کولى شي.

سامسنګ ادعا لري، چې دا روباټ د يوې کېمرې او اې اى ټېکنالوژۍ په مرسته د ډېرو شيانو د پېژندلو وړتيا هم لري.

دغه شرکت وايي، چې دا روباټ يې د دې هدف لپاره جوړ کړى دى، چې په کور کې يا په ځانګړې توګه په اشپزخانه کې د بېلا بېلو کارونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې سامسنګ به دا نوى روباټ کله بازار ته وړاندې کړي، ځکه سامسنګ په دې کلنۍ غونډه کې ډېرى مهال د راتلونکې ټېکنالوژۍ فکر وړاندې کوي، چې کله نا کله يوازې تر فکر پورې پاتې شي.

سامسنګ روباټ ٢

خو د سامسنګ شرکت وايي، چې دا روباټ يې اوس هم تر کار لاندې دى.

په اوسني شکل کې هېنډ بوټ يو اوږد، نرى نروچى، تور او سپين روباټ دى، چې ٢ لويې ډيجيټلي سترګې هم لري، چې حرکت هم کوي.

دا روباټ يو لاس لري او د بدن پورته او په لاس کې يې کېمرې لګېدلي دي، چې د شيانو په پېژندلو کې ورسره مرسته کوي. دا روباټ په کوټه کې ګرځېدلى شي او پاس پراته شيانو ته هم لاسرسى پېدا کولاى شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …