کورپاڼه / خپلواک / نجونې پوزه او غوږونه ولې سوري کوي؟ د ښکلا تر څنګ ګټې هم لري
غوږ او پوزه

نجونې پوزه او غوږونه ولې سوري کوي؟ د ښکلا تر څنګ ګټې هم لري

په اسيايي هېوادونو کې له پېړيو راهيسې د نجونو يا ښځو د پوزې او غوږونو سوري کولو کلتور راروان دى، خو په اوس وخت کې د پوزې او غوږونو سوري کول يو فېشن ګرځېدلى دى او په ټوله نړۍ کې نجونې او ښځې دا کار کوي.

خو د پوزې او غوږونو سوري کول نه يوازې دا چې ښځې پکې مېخکي او والۍ اچوي او ښکلا يې ورسره ډېرېږي، بلکې د دې په اړه ويل کېږي چې دا ډېرې ګټې هم لري.

که په کوچني عمر کې د نجونو پوزه او غوږونه سوري کړل شي، نو د مازغو لپاره يې ډېر ګټور وي. غوږ چې د ميراډاين په برخه کې سورى شي، نو هغه د انساني مازغو د چټکوالي لپاره ښه وي.

د غوږ د لاندې څنډې منځنۍ برخې سوري کول د ښځو د روغتيا لپاره هم ښه ګڼل کېږي. همدا راز د ښځو د نظر د ښه والي لپاره هم مرسته کوي.

د پوزې او غوږ سوري کول انرژي هم ښه ساتي. د افغانستان او هند په ګډون په ډېرى هېوادونو کې په ډېر کوچنيوالي کې د نجونو پوزې او غوږونه سوري کېږي.

د يادولو وړ ده چې په پښتنو کې دا د ښځې د سينګار او ګاڼې په توګه هم ګڼل کېږي او د هرې نجلۍ لپاره يې سوري کول يو ډول لازمي شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

خليل احمد

د هند نامتو کرکټر هم منظوري خولۍ په سر کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي خليل احمد هم منظوري خولۍ په سر کړه، …