کورپاڼه / بېلا بېل / که نارينه ښځې ته دا ٦ جملې ووايي، نو زړه به يې وګټي
ښځه او خاوند

که نارينه ښځې ته دا ٦ جملې ووايي، نو زړه به يې وګټي

د ښځو خوشحالول ځانته يو هنر دى، خو دا هنر هر نارينه نه لري، هر څوک غواړي چې هغه خبرې ورته معلومې شي، چې وکولاى شي د ښځې زړه پرې وګټي.

د برېتانيې روانپوهانو په يوه څېړنه کې هغه خبرې معلومې کړې دي، چې د ښځو د خوشحالۍ سبب ګرځي او که نارينه دا جملې يوې ښځې ته ووايي، نو د هغې زړه پرې ګټلى شي.

١-: ((ته زما په ژوند کې راتلونکې لومړنۍ ښځه يې)) که څه هم نارينه به تر دې مخکې هم له ډېرو ښځو سره اړيکې لرلي وي، خو دا داسې جمله ده، چې ښځه د هغه سړي په عشق اخته کوي.

٢-: ((تر تا مخکې هيچا داسې خوشحالي نه ده راکړې)) دا هم هغه جمله ده چې ښځو ته ډېره خوشحالي ورکوي او هغوى فکر کوي چې بريا يې ترلاسه کړې ده.

٣-: ((ته ډېره باادبه او متمدنه يې، چې يوه ښه مور به جوړه شې)) دا جمله د ښځو لپاره ډېره په زړه پورې ده او هغوى يې خپله ستاينه ګڼي.

٤-: ((غوښتنه درنه کوم، چې ټول عمر له ماسره اوسه)) دا جمله ښځو ته د خونديتوب احساس ورکوي او دا فکر يې ختمېږي، چې د نارينه زړه به بدل شي.

٥-: ((زه ډېر خوشبخته يم چې ستا په څېر ښځه مې په برخه شوې)) يوې ښځې ته په خپل ژوند کې د ښه احساس ورکولو نه تر دې بله ښه جمله نشته، د دې جملې په اورېدلو سره ښځه خپل ځان ډېر خوشبخته ګڼي.

٦-: (ايي لو يو) (تاسره مينه لرم)، دا هغه جمله ده چې هره ورځ يې په ميليونونو نارينه ميليونونو ښځو ته وايي، که څه هم ډېره تکراري جمله ده، خو بيا يې هم اهميت نه دى ختم شوى او د هرې ښځې لپاره د ډېرې خوشحالۍ سبب ګرځېدونکې جمله ده.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه ځیرکې غڼې چې په وچه، اوبو او هوا کې مختلف جالونه جوړوي

د نړۍ د غڼو ډېر ډولونه یې یو ډول جالونه جوړوي، خو اوسمهال په یوه …