کورپاڼه / خپلواک / د هند کرکټ ټولې لوبډلې ته د وژلو ګواښ
هندۍ کرکټ لوبډله

د هند کرکټ ټولې لوبډلې ته د وژلو ګواښ

خپلواک وېبپاڼه – د ويراټ کوهلي او روهيت شرما په ګډون د هند کرکټ لوبډلې د ټولو لوبغاړو د وژلو ګواښ په هغه برېښناليک کې شوى دى، چې د هند کرکټ بورډ ته لېږل شوى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، نږدې وختونو کې د پاکستان کرکټ بورډ ته يو له ګواښه ډک برېښناليک لېږل شوى و، چې په هغه کې د هند لوبډلې په لوبغاړو باندې د بريد ګواښ شوى و، خو اوس تازه د هند له اسام څخه د هند کرکټ بورډ يا بي سي سي ايي ته همدغه ډول يو له ګواښه ډک برېښناليک لېږل شوى دى.

د هند (انډيا ټلويزيون) د راپور تر مخه، د هند کرکټ بورډ ته چې له ګواښه ډک ايمېل چا لېږلى، هغه کس اوس امنيتي ادارو نيولى دى. د بي سي سي ايي په غوښتنه د مهاراشټر ايالت امنيتي ادارو د دغه برېښناليک پلټنه کړې او وروسته معلومه شوې ده چې دغه برېښناليک د هند له اسام څخه رالېږل شوى دى.

د هند (انډيا ټلويزيون) وايي، چې د مهاراشټر امنيتي ادارو په دغه پېښه کې ١٩ کلن برج موهن داس نيولى دى. برج موهن داس د اسام په موريګاو کې ژوند کوي او هغه د هند کرکټ بورډ ته له ګواښه ډک ايمېل لېږلى، چې پکې يې د هندۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو د وژلو ګواښ کړى دى.

ياده رسنۍ زياتوي، چې دغه کس نه يوازې دا چې د هند کرکټ بورډ ته يې دغسې له ګواښه ډک برېښناليک لېږلى، بلکې د کرکټ ټولو بورډونو ته يې دغه برېښناليک لېږلى دى. ويل کېږي ياد کس محکمې ته وړاندې شوى دى او محکمې تر ٢٦ اګست پورې هغه پوليسو ته د نورو څېړنو لپاره سپارلى دى.

د يادونې وړ ده چې د هند کرکټ لوبډله اوس مهال په انټيګوا کې د ويسټ انډيز لوبډلې سره ټېسټ لوبې کوي، چې دا ټېسټ لوبې د ايي سي سي ټېسټ چيمپينشپ برخه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …