کورپاڼه / بېلا بېل / په يو غار کې ٤٥ زره کاله پخوا جوړ شوى انځور موندل شوى
لرغونى انځور ١

په يو غار کې ٤٥ زره کاله پخوا جوړ شوى انځور موندل شوى

لرغونپوهان وايي، چې د اندونېزيا په يوه غار کې يې لرغونى انځور موندلى دى، چې د يوه ځنګلي خنځير دى او ٤٥ زره او پنځه سوه کاله پخوا جوړ شوى دى.

په دې انځور کې سور رنګ کارول شوى دى او د اندونېزيا په يوه ليرې پرته سيمه کې په يو غار کې موندل شوى دى، چې له دې نه داسې ښکاري، چې په دغه سيمه کې ډېر پخوا خلک اوسېدل.

لرغونپوهان د دې انځور د جوړونکو په اړه وايي، چې کومو خلکو دا انځور جوړ کړى دى، هغه ډېر پرمختللي و. دا خلک بېخي زموږ په څېر و او د هر ډول انځور جوړولو الې او وړتيا يې درلوده.

غار

د بي بي سي د راپور په وېنا، لرغونپوه ميکسيم ابرټ د دې انځور جايزه اخيستې ده او ويلي يې دي، چې دا ٤٥ زره او ٥٠٠ کاله پخوانى دى. نوموړى وايي، ښايي تر دې هم زيات عمر ولري.

په دې انځور کې يو خنځير ليدل کېږي او داسې ښکاري چې هغه دوه نورو خنځيرانو ته ګوري، يا هم د هغوى ترمنځ جنګ يا شخړه ننداره کوي، خو د نورو خنځيرانو عکسونه روغ نه دي پاتې شوي.

لرغونى انځور ٢

څېړنپوهان وايي، چې دوى په دې هڅه کې دي چې د انځورګر د ډي اېن اې نمونې ترلاسه کړي، ځکه د انځور جوړولو پر مهال به هغه دلته لاسونه ايښي او له لاړو څخه کار اخيستى وي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا د يو شي پخوانى انځور ضرور دى، خو تر دې مخکې بيا په سويلي افريقا کې يو عکس موندل شوى و، چې په اړه يې ويل کېږي، ٧٣ زره کاله پخوانى دى.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …