د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي تازه د خپل ټويټر اکاونټ کې (بايو) يا پېژندنې برخه کې بدلون راوستى دى.
ويراټ کوهلي او د هغه مېرمن انوشکا شرما د جنورۍ مياشتې په ١١مه نېټه د يوې لور والدين شو، د ويراټ کوهلي د لور له زېږېدو وروسته هغه د ټويټر په پېژندنه کې هم بدلون راوستى دى.
نوموړي په ټويټر کې اوس ليکلي دي: ((وياړلى خاوند او پلار)). تر دې مخکې نوموړي په خپله پېژندنه کې هندى کرکټر، ګېمر او د موټرو شوقي ليکلي و.
د ويراټ کوهلي د دې بدلون وروسته د هغه د ټويټر اکاونټ سکرين شاټونه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.
ويراټ کوهلي په ټويټر کې تر ٤٠ ميليونو زيات تعقيبوونکي لري او همدا راز ٦٤ اکاونټونه داسې دي، چې ويراټ کوهلي يې تعقيبوي يا يې فالو کړي دي.
ويراټ کوهلي او انوشکا شرما د هند يوه مشهوره جوړي ده، چې انوشکا شرما په فلمي نړۍ کې يوه مخکښه هنرمنده ده او ويراټ کوهلي بيا د کرکټ په نړۍ کې يو مشهور نوم دى.