کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند ته د بريا لپاره ٣٢٤ منډې او اسټراليا ته ١٠ ويکټې پکار دي
هند لوبډله

هند ته د بريا لپاره ٣٢٤ منډې او اسټراليا ته ١٠ ويکټې پکار دي

د هند او اسټراليا ترمنځ د څلورمې ټېسټ لوبې څلورمه ورځ هم پاى ته رسېدلې ده او په پنځمه ورځ به هند ته د بريا لپاره ٣٢٤ منډې پکار وي او اسټراليا ته د بريا لپاره د ١٠ ويکټو اړتيا ده.

اسټراليا په دويمه پاڼۍ کې ٢٩٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې سټيو سميت ٥٥، ډيويډ وارنر ٤٨، مارکس هاريس ٣٨ او کيمرون ګرين ٣٧ منډې وکړې.

د هند له لوري محمد سراج  ٥ او شردل ټاکر بيا ٤ لوبغاړي وسوځول.

اسټراليا د هند لوبډلې ته د ٣٢٨ منډو هدف وټاکه.

هند په څلورمه ورځ دويمه پاڼۍ پيل کړه، خو يوازې ٤ منډې يې وکړې.

د لوبې په پنځمه ورځ هند ته پکار دي چې ٣٢٤ منډې وکړي او اسټراليا به بيا د بريا لپاره ١٠ لوبغاړي سوځوي.

هند او اسټراليا ټېسټ لوبه

د يادولو وړ ده چې دا د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ وروستۍ لوبه ده، په لومړۍ لوبه کې اسټراليا او په دويمه کې هند بريا خپله کړې وه، دريمه لوبه بې پايلې پاى ته رسېدلې وه او څلورمه لوبه چې هرې لوبډلې وګټله، لوبلړۍ به هم په خپل نوم کړي.

دا هم ولولئ

شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او …