کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز: د ماشومانو په څېر وخاندئ او د ملکې په څېر ژوند وکړئ
فرزانه ناز (2)

فرزانه ناز: د ماشومانو په څېر وخاندئ او د ملکې په څېر ژوند وکړئ

د افغانستان مشهوره سندرغاړې، چې اوس يې په هند کې اداکاري هم پيل کړې ده، وايي چې لکه د ماشومانو په ژوند کې خندا وکړئ او د ملکې په څېر ژوند وکړئ.

فرزانه ناز چې له څه وخت راهيسې هند ته تللې ده او هلته د هند په ممبۍ کې يې ژوند پيل کړى دى، ځان يې هم د هنديانو په څېر کړى دى او تل په غربي کاليو کې خپل بېباکه عکسونه خپروي.

نوموړې تازه په ټولنيزو رسنيو کې ځينې عکسونه خپاره کړي دي.

فرزانه ناز يو عکس خپور کړى دى، چې په کوم رستورانت کې ليدل کېږي، سپين کالي يې اغوستي دي خو پنډۍ يې لوڅې دي او مسکۍ ولاړه ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)


يو بل عکس چې نوموړې د ګوا ښار د سمندر په غاړه اخيستى دى، د شپې پر مهال اخيستل شوى دى او فرزانه ناز پکې د غربيانو په څېر کوچني کالي اغوستي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)


له دې عکس سره فرزانه ناز ليکلي دي: ((د ماشومانو په څېر وخاندئ، د ملکې په څېر ژوند وکړئ.))

د يادولو وړ ده چې فرزانه ناز په افغانستان کې يوازې سندرې ويلې او د يوې سندرغاړې په توګه پېژندل کېده، خو په هند کې بيا نوموړې اداکاري يا ممثلي هم پيل کړې ده.

دا هم ولولئ

پریانکا چوپړا، دپیکا پاډوکون او کترینه کېف

د هندي سینما فلمي ستورې کوم ګرانبیه موټر لري؟

بالي ووډ په هند کې یو مهم اقتصادي ځای دی، چې فلمي ستوري يې میلیونونه …