کورپاڼه / روغتيا / د بادیانو د ګل حیرانوونکې ګټې
باديان

د بادیانو د ګل حیرانوونکې ګټې

بادیان چې د مسالو یا مساله جاتو له جملې څخه شمېرل کېږي، په جوړښت کې یې د روغتیا لپاره ډېرې زیاتې ګټې شتون لري. دغه راز د بادیانو ګل هم په ګڼ شمېر معدني مواد او ویټامینونه لري چې عبارت دي له کلسیم، فاسفورس، شکمک اسید، ویټامین ای، ویټامین سي او ویټامین بي. نو راځئ چې نن یې په ګټو خبر شو:

د انټي اکسایدو ځانګړتیا لري:

ویل کېږي چې د انسان بدن په ډېره اندازه انټي اکسایدو ته ضرورت لري، چې بیا دغه انټي اکساید د بادیانو له ګل څخه ترلاسه کولی شو.

د بکټریاوو ضد خاصیت لري:

له ډېرو څېړنو وروسته ثابته شوه چې د بادیانو ګل د بکټریاوو ضد خاصیت لري، چې په راتلوونکې وختونو کې به د انټي بیوټیکو درمل په جوړولو کې هم وکارول شي.

د انفلونزا لپاره:

ویل کېږي چې د بادیانو په جوړښت کې شکمک اسید شتون لري، چې د فلو په درملو کې هم استعمالېږي.

د بندونو د درد لپاره:

د بادیانو د ګل تېل د بندونو او ملا د درد لپاره ډېر ګټور وي، نو ددې لپاره چې له ذکر شوو دردونو خلاص ومومو باید له نورو تېلو سره یې یو ځای استعمال کړو.

د هضم لپاره ګټور وي:

ویل کېږي چې د بادیانو له پاڼو چای هم تیارېږي چې بیا د معدې اړوند ټولې ستونزې حل کوي او په درملنه کې یې ګټور تمامېږي.

د ښځو د روغتیا لپاره ګټور وي:

ویل کېږي چې ډېری وخت د بادیان د استعمال په اړه امیندوارو میرمنو ته لارښوونه کېږي او په دې سره یې دفاعي سیستم قوت مومي او له ګڼو میکروبي ناروغیو څخه خلاصون مومي.

د بې خوبۍ لپاره:

ویل کېږي چې د بادیانو په ګل کې ځینې داسې ځانګړتیاوې هم شتون لري، چې آرام ورکوونکي وي، نو هغه کسان چې د بې خوبۍ له ستونزو سر ټکوي، د بادیانو چای دې وڅښي.

د ټوخي لپاره:

ویل کېږي چې د بادیانو ګل د ستوني د سوخت او ټوخي لپاره هم ګټور وي، نو هغه کسان چې له ذکر شوو ستونزو سره مخ وي په ورځ کې دې درې د بادیانو چای وڅښي.

د بادیانو د ګل استعمال:

که چېرته غواړئ چې د بادیانو له ګل څخه ګټه پورته کړئ، نو په ځینو طریقو یې پخپلو خوراکي توکو کې استعمالولی شئ.

د بادیانو د ګل چای:

مخکې مو یادونه وکړه چې د بادیانو د ګل چای د هضم لپاره ګټور وي او د ټوخي او د ستونې د ستونزو د حل لپاره اغېزمن تمامېږي، دغه راز ذکر شوی چای د بادیانو له زړو یا دانو څخه تیارېږي.

  • یوه پیاله اوبه به وایشوئ او دوه دانې د بادیانو ګلان به ور واچوئ.

  • پنځلس دقیقې به یې پرېږدئ.

  • بیا به یې چاڼ کړئ.

  • لږه اندازه شات به ور واچوئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …