کورپاڼه / ليکنې / د کور د پاکوالي لپاره آسانه او ګټورې طریقې
د کور کار

د کور د پاکوالي لپاره آسانه او ګټورې طریقې

که څه هم د کور د پاکۍ او صفایي لپاره په ورځني ډول هڅې او کوښښونه کېږي او دغه کار دومره ستونزمن هم نه تمامېږي، خو که چېرته د کور د پاکوالي لپاره له غوره او آسانه طریقو څخه کار واخیستل شي، نو نه یوازې دا چې د کور د پاکوالي سبب به وګرځي، بلکې په زرګونه میکروبونه به یې هم له منځه ولاړ شي. د کورونا د ویروس په خپرېدو سره سم د روغتیایي کارپوهانو لارښوونه دا وه، چې باید په منظم ډول سره د خپل کور د پاکوالي خیال وساتل شي، ځکه چې له دې لارې به دوه ګټې ترلاسه کړي، یوه ګټه د کور پاکوالی او دویمه یې بیا له ذکر شوي ویروس څخه ژغورل ول. دغه راز ډېری میرمنې د کور د پاکولو لپاره ډېره هڅه کوي، چې بیا یې په نتیجه کې ډېرې ستړې کېږي، خو نن ورځ مو کوښ کړی، چې داسې طریقې در وښایو چې هم کور پاک وساتل شي او هم ډېر ستړي نه شو.

د یخچال پاکول:

دا چې ډېری وخت له یخچال څخه بد بوی راځي، چې بیا یې په نتیجه کې شیان هم بوی اخلي، نو کوښښ وکړئ چې شیان ور پکې په ترتیب کېږدئ او خوراکي توکي د شېدو او اوبو له بوتلونو لېرې کېږدئ او د پاکوالي لپاره یې لاندې طریقې عملي کړئ:

  • ددې لپاره چې یخچال مو بدبویې ورکه کړي، نو یوه کوتۍ سوډا راواخلئ، سر یې خلاص کړئ او تر ۲۴ ساعتونو یې په یخچال کې کېږدئ.

د پخلنځي پاکول:

که چېرته د نغري، هاون او د لوښو د پاکولو ځای همداسې پرېښودل شي، نو د پخلنځي د چټلۍ سبب کېږي، خو که چېرته ذکر شوي شیان پاک شي، نو د پخلنځي د ښکلا لامل کېدلی شي.

  • ددې لپاره به د اوړو سوډا د لوښو د وینځلو پر ځای واچوئ او بیابه لږه اندازه اوبه ور زیاتې کړئ، سهار به یې بیا په یوه ټوټه پاک کړئ.

د المارۍ او نورو توکو پاکول:

په یوه پیاله د ماشومانو په تېلو کې لږه غوندې د لېمو اوبه ور واچوئ او بیا به یې د یوې ټوټې په مرسته ذکر شوی ترکیب په المارۍ، دروازو او کړکیو ووهئ او وروسته به یې په یوه پاکه ټوټه پاک کړئ.

د تشناب پاکول:

ویل کېږي چې تشناب هغه ځای دی، چې د کور د نورو ځایونو په پرتله ډېر میکروبونه لري، نو پکار ده چې په پاکولو کې یې ډېره هڅه وکړو او هغه شیان چې استعمالوو یې لکه برش، کریم، صابون او نور باید پخپل ځای کېښودل شي.

  • شامپو به راواخلئ او لږه غوندې مالګه به ور پکې ګډه کړئ او بیابه پرې د تشناب ښېښې او نور توکي پاک کړئ. خو که چېرته کوم یو شي داغونه لرل، نو د غاښونو له کریم څخه ګټه اخیستلی شئ.

د پکي پاکول:

د کور د پاکوالي پرمهال ترټولو ستونزمن کار د پکیو پاکول دي، نو راځئ چې طریقه یې دلته ولولو:

د سپری به یو بوتل کې به اوبه او دوه غټې کاچوغې سرکه واچوئ، بیابه یې په پکي ور وشیندئ او په یوه ټوټه به یې پاک کړئ.

یاده دې وي که چېرته د لوښو د میځلو پرمهال مو د میکروبونو شتون حس کړ، نو اوبه بیخي ډېرې ګرمې کړئ او ذکر شوي لوښي پکې ور کېږدئ.

Loading...

دا هم ولولئ

ولې دیرش دقیقې ورزش کول د روغتیا لپاره اړین وي؟

د ښې روغتیا لپاره هر څوک ځانګړې لارې چارې خپلوي، چې ځینې په همدې موخه …