کورپاڼه / روغتيا / په بدن کې د اوسپنې د کمښت نښې، نښانې
شکر

په بدن کې د اوسپنې د کمښت نښې، نښانې

ـپه بدن کې د اوسپنې کمښت چې اینیمیا یاهم د وینې کمښت یې بولي، په ورځني ژوند کې یې د پېښېدلو امکان ډېر لېدل کېږي. ویل کېږي چې د اوسپنې د کمښت په نتیجه کې بدن د هیموګلوبینو د جوړولو وړتیا له لاسه ورکوي او هیموګلوبین د وینې د سرو کرویاتو هغه پروټین دي، چې د بدن نورو برخو ته د اکسیجن د رسولو دنده پر غاړه لري، خو که چېرته یې له کمښت سره مخ شو، نو زموږ د بدن عضلې به خپل فعالیتونه ودروي. نو راځئ چې نن ورځ د اوسپنې د کمښت نښې، نښانې ولولو او له خطرونو یې خوندي واوسو.

ستړیا:

ویل کېږي چې ستړیا د اوسپنې د کمښت یو له عامو نښو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې د اوسپنې کمښت هیموګلوبین اغېزمنوي، چې بیا له سږو څخه په مناسبه اندازه اکسیجن د بدن نورو برخو ته نه رسېږي او په نتیجه کې یې ستړیا یا کمزوري رامنځته کېږي.

د پوستکي ژېړېدل:

ویل کېږي چې د وینې د سرو کرویاتو د هیموګلوبینو په سبب پوستکی سوروالی یا سور ته مایله رنګ غوره کوي، خو که چېرته بدن له اوسپنې له کمښت سره مخ شي، نو سور ته نږدې رنګ یې په ژېړ اوړي.

د سینې درد یاهم د ساه اخیستلو ستونزې:

ویل کېږي چې د سینې درد یاهم د ساه اړوند ستونزې هم د اوسپنې د کمښت یوه نښه ګڼل کېږي، ځکه چې د اوسپنې د کمښت په نتیجه کې د بدن عضلې په سمه توګه فعالیت نه شي کولی، چې د ساه اخیستل هم ستونزمنوي.

د سر درد او چکر خوړل:

ویل کېږي چې د اوسپنې د کمښت په نتیجه کې د سر درد یا نیم سری هم رامنځته کېږي، ځکه چې د اوسپنې د کمښت په نتیجه کې دماغو ته په مناسبه توګه اکسیجن نه رسیږي. دغه راز هغه کسان چې له ذکر شوې ستونزې سره مخ وي د چکر خوړلو سره مخ کېږي، چې علت یې د هیموګلوبینو کمښت په ګوته کېږي.

د زړه د درزا اغېزمنېدل:

ویل کېږي چې د زړه د درزا بې نظمي هم د اوسپنې د کمښت یوه نښه ګڼل کېږي، چې علت یې د هیموګلوبینو د کمښت په نتیجه کې د زړه ډېر فعالیتونه ترسره کول دي.

ویښتانو او پوستکي ته ضرر رسوي:

ویل کېږي کله چې پوستکی یا ویښتان د اوسپنې له کمښت سره مخ شي، سپوروالی پیدا کوي او ډېر نازکه کېږي.

د خولې او ژبې سوځېدل:

ویل کېږي که چېرته مو په خوله یا ژبه کې سوخت رامنځته شو یا یې هم رنګ تغیر پیدا کړو، نو پوه شئ چې د اوسپنې له کمښت سرخ مخ یئ.

د نوکانو خړېدل:

ویل کېږي کله چې د نوکانو له خړوالي سره مخ شوئ، نو پوه شئ چې بدن مو د اوسپنې له کمښت سره مخ دي.

د معدې درد او ډېرې متیازې:

ویل کېږي چې د اوسپنې د کمښت په نتیجه کې د وینې سره کرویات ټوټه ټوټه کېږي، چې د تشو متیازو له لارې خارجېږي او د معدې درد هم رامنځته کوي.

د پښو او لاسونو مېږي مېږي کېدل:

ویل کېږي چې د اوسپنې د کمښت په نتیجه کې زموږ عصبي نظام اغېزمن کېږي، چې بیا بدن د یخوالی او د مېږي مېږي کېدلو احساس کوي.

د جالبو او عجیبه شیانو غوښتنه:

ویل کېږي کله چې د اوسپنې له کمښت سره مخ شو، نو ډېرو جالبو او عجیبو شیانو ته مو زړه کېږي لکه لرګی، خاوره یاهم واوره.

د پوستکي سوخت:

ویل کېږي چې اوسپنه د دفاعي سیستم د قوت لپاره اړینه وي او د کمښت په نتیجه کې یې له سوخت سره مخامخ کېدلی شو، ځکه چې سره کرویات له میکروبونو سره د مقابلې په کولو کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …