کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د شکر د دویم ډول ناروغۍ ته په ماتې ورکولو کې مرستندویه تمامېږي
لاسونه

هغه خوراکي توکي چې د شکر د دویم ډول ناروغۍ ته په ماتې ورکولو کې مرستندویه تمامېږي

ویل کېږي چې په خوراکي توکو کې د کاربوهایډریټو او د نشاستې کموالی د شکر د دویم ډول له ناروغۍ څخه په ژغورلو کې مرستندویه تمامېږي. د بي ایم جی په نوم د روغتیایي ژورنال د راپور له مخې ویل کېږي، چې تر شپږ میاشتو پورې د هغه خوراکي توکي استعمال چې په لږه اندازه کاربوهایډریټ ولري، د شکر په دویم ډول ناروغانو کې په ناروغۍ د کنټرول کچه ډېروي. که څه هم تر ډېره پورې د دغه ډول خوړو استعمال ستونزمن وي، خو له یو کال وروسته یې ګټې له منځه تللی شي.

یاده دې وي چې د شکر په دویم ډول ناروغۍ اخته کسان کاربوهایډریټ نه شي برداشتولی، خو که چېرته په ډېره اندازه استعمال شي، نو په سبب د بدن شکر لوړېږي، چې بیا یې د برابر ساتلو لپاره انسولینو یاهم درملو ته اړتیا وي.

راپور زیاتوي چې په دې څېړنه کې له دیارلس سوو څخه ډېر کسان تر څېړنې لاندې نېولي او تر دولسو اوونیو ورته په خوراکي توکو کې لږ کاربوهایډریټ ور کول. د لږو کاربوهایدريټو مطلب دا وي چې په خوراکي توکو کې باید ۲۶ سلنه کاربوهایډریټ یا کالوري شتون ولري.

څېړونکو موندلې هغه کسان چې په خوراکي توکو کې یې د کاربوهایډریټ اندازه لږه یاهم کمه وه، تر شپږو میاشتو پورې د شکر څخه د ژغورلو کچه د نورو په پرتله ډېره وه. یعنې په ذکر شوو کسانو کې د شکر څخه د ژغورلو کچه ۳۲ سلنه ډېره وه او هغه کسان چې دغه ډول خوراکي توکي یې استعمالول وزن یې هم کم و، روغتیایې وازده یې ډېره او د درملو کارول یې اړتیا هم لږ ول.

یاده دې وي چې د لږو کاربوهایډریټو لرونکي خوراکي توکي عبارت دي له وچوو مېوو، د زیتونو د تېلو، پرته له بورې شېدې او توکي، هګۍ، پنیر، د چرګ غوښه او ماهیان د یادولو وړ دي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …