کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ځمکې په څېر هغه ډبرینه سیاره، چې له لمر څخه پنځه میلیارده کاله پخوانۍ ده
سياره

د ځمکې په څېر هغه ډبرینه سیاره، چې له لمر څخه پنځه میلیارده کاله پخوانۍ ده

امریکایي ستورپوهانو له ځمکې څخه ۲۸۰ نوري کاله لېرې یوه داسې سیاره موندلې، چې د ځمکې په څېر ډبرینه او د لس میلیاردو کلونو په شاوخوا دمخه منځته راغلې، یعنې لمر له نن څخه پنځه میلیارده کاله دمخه منځته راغلی و. ویل کېږي چې دغه سیاره د ناسا لخوا په Transiting Exoplanet Survey Satellite دوربین موندل شوې، چې زموږ له ځمکې څخه پنځوس سلنه لویه ګڼل کېږي، خو د کمیت له پلوه بیا زموږ له ځمکې درې ځلې لویه منل شوې. دغه راز ویل کېږي چې ذکر شوې سیارې ته یې د TOI-561b نوم ورکړی، چې له دې څخه په څرګنده توګه معلومېږي چې دغه سیاره د TOI-561 په نوم له ستوري څخه تاوېږي او له نورو سیارو څخه خپل ستوري ته ډېره نږدې ده.

ویل کېږي چې دغه ستوری د اسد برج ته نږدې د ستورو په یو وړوکي ګروپ کې چې (Sextans) یې بولي، موقیعت لري. راپورونه وایي د TOI-561b سیاره د خپل مرکزي ستوري په شاوخوا کې د دولس ساعتونو په دوران کې په مکمله توګه تاوېږي، یعنې هلته چې په کومه اندازه دوه کاله تېرېږي، دلته زموږ په ځمکه بیا یوازې یوه ورځ یا ۲۴ ساعته پوره کېږي. دغه راز د TOI-561b سیاره خپل ستوري یا لمر ته نږدې واقع ده، چې په همدې سبب یې د تودوخې درجه هم د ۱،۷۲۶ سانتي ګریډیټو پر شاوخوا را څرخي.

بله خوا ویل کېږي د ذکر شوې سیارې کثافت زموږ د ځمکې له کثافت سره برابر دی. که څه هم ستورپوهانو هیله درلوده چې د TOI-561b کثافت به زموږ له ځمکې ډېر وي. ستورپوهانو وایي، د ذکر شوې سیاره له داسې عناصرو څخه جوړه شوې چې د کلک سره په څنګ کې سپک هم دي. او دا ډول حالت هغه وخت شونی دی، چې زموږ له زموږ د لمریز نظام څخه دمخه رامنځته شي، ځکه چې په هغه وختونو کې په کایناتو کې دغسې درانده او ډبرین عناصر بېخي کم ول، چې په سبب یې د کومې بلې سیارې کثافت ډېرېدلی شو. نو دې اړخ په کتو ساینسپوهانو ویلي چې دغه سیاره له نن څخه تقریباً لس میلیارده کاله دمخه رامنځته شوې.

Loading...

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې زړه توب د ختمولو طریقه موندلې

ساینسپوهانو د خلکو د دماغو د رښتیني وخت (Real time) د څارنې په مرسته د …