کورپاڼه / بېلا بېل / “سره بانجان (ټماټر) عيسايي دي، مسلمانان دې يې نه خوري”
سره بانجان ټماټر

“سره بانجان (ټماټر) عيسايي دي، مسلمانان دې يې نه خوري”

ايا کله مو د مېوو يا ترکاريو په اړه فتوې اورېدلي دي، چې کوم عالم دې د کومې ترکارۍ په اړه فتوا ورکړې وي او مسلمانان دې يې د هغه له خوراک نه منع کړي وي؟

په ټولنيزو رسنيو کې همداسې يو خبر لاس په لاس کېږي، چې له مخې يې د مصر يو عالم د سرو بانجانو يا ټماټرو په اړه فتوا ورکړې ده او ويلي يې دي، چې مسلمانان دې يې نه خوري.

خو د دې فتوا حقيقت څه دى؟

په دغه خبر کې ويل شوي دي، چې د مصر يو اسلامي بنسټ له لوري مولانا سلافي شېخ دا فتوا خپره کړې ده او پکې راغلي دي، چې سره بانجان (ټماټر) عيسايان دي او مسلمانان دې يې نه خوري.

سره بانجان ټماټر

په خبر کې زياته شوې ده، چې ياد مولانا تر دې مخکې هم ځينې داسې فتواوې خپرې کړې دي. د سره بانجانو د نه خوړو په اړه ويل شوي دي، چې کله ټماټر په منځ دوه کړئ، د عيسايانو مذهبي نښه پکې ليدل کېږي، نو ځکه دا په مسلمانانو حرام دي.

د دې سره د سرو بانجانو يا ټماټر يو عکس هم خپور شوى دى او ويل شوي دي، چې مسلمانان بايد دا ومني چې ټماټر يو عيسايي ترکاري ده.

خو کله چې موږ د دې فتوا په اړه معلومات وکړل، نو معلومه شوه، چې د فتوا دا خبر په ٢٠١٥ کال کې د هند په يوه ورځپاڼه (هند سماچار) کې خپور شوى دى.

سره بانجان ټماټر

موږ هڅه وکړه، چې د فتوا اصل پېدا کړو، خو په دې ونه توانېدو، ځکه د خبر له مخې دا فتوا د يادې ادارې له لوري په فېسبوک کې خپره شوې وه، چې اوس نشته دى.

خو دا خبر ډېر پخوانى دى، چې يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …