د ايرلېنډ لوبډلې په نننۍ پنځوس اوريزه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ١١٢ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه، چې افغانستان ته يې هم د خطر زنګ ورکړ.
دا لوبه چې نن په ابوظهبي کې ترسره شوه، متحده عربي اماراتو د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د ايرلېنډ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ايرلېنډ په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې کرټس کمپر ٥٦، سيمي سينګ ٥٣ ناسوځېدلې، لورکن ټکر ٤٢ او هيري ټکټور ٣٣ منډې وکړې.
د متحده عربي اماراتو له لوري ظهور خان ٣، احمد رضا ٢ او کاشف داود ١ ويکټ واخيسته.
د ٢٢٩ منډو هدف په تعقيب کې د متحده عربي اماراتو ټوله لوبډله په ٣٦ اورونو کې وسوځېده چې ١١٦ منډې يې جوړې کړې او د ١١٢ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.
د ايرلېنډ له لوري سيمي سينګ په توپ اچونه کې هم وځلېده چې ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کيوين اوبراين، انډي مک براين او ګاريټ ډيلان ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سيمي سينګ ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه کرټس کمپر ترلاسه کړه.
د يادولو وړ ده چې د ٤ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې لومړۍ لوبه متحده عربي اماراتو او څلورمه لوبه ايرلېنډ وګټله، دويمه او دريمه لوبه د کورونا له امله ترسره نه شوه.
په دې لوبه کې د افغانستان لوبڅاران احمد شاه پکتين او بسم الله جان شينواري د لوبڅارۍ دنده ترسره کوله، همدا راز ټلويزيوني لوبڅار هم د افغانستان عزت الله ساپى و او ريزرف لوبڅار د افغانستان احمد شاه درانى و.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د جنورۍ په ٢١مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.