کورپاڼه / خبرونه / د وزير اکبر خان کرکټ سيالۍ راتلونکې اونۍ پيلېږي
دريمه درجه ولايتي سيالۍ

د وزير اکبر خان کرکټ سيالۍ راتلونکې اونۍ پيلېږي

د وزير اکبر خان دريمه درجه ولايتي يو ورځنۍ سيالۍ راتلونکې اونۍ پيلېږي، چې ٢٠ لوبډلې پکې ګډون لري.

د افغانستان کرکټ بورډ له خپلې فېسبوکپاڼې د وزير اکبر خان دريمه درجه ولايتي يو ورځنيو سياليو مهالوېش اعلان کړى دى، چې له مخې يې د جنورۍ په ٢٢مه نېټه به دا سيالۍ پيل شي او د فبرورۍ تر دريمې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې ٢٠ لوبډلې په ٥ ګروپونو کې وېشل شوي دي، چې په اې ګروپ کې د هرات، نيمروز، اروزګان او فراه لوبډلې، په بي ګروپ کې د خوست بي، لوګر، غزني او پکتيکا لوبډلې، په سي ګروپ کې د ننګرهار بي، لغمان، کونړ او کوچيانو لوبډلې، په ډي ګروپ کې د کابل بي، کاپيسا، پروان او زابل لوبډلې او په اي ګروپ کې د بغلان، سمنګان، تخار او جوزجان لوبډلې شاملې دي.

د وزير اکبر خان دريمه درجه ولايتي يو ورځنۍ سيالۍ مهالوېش

د اې ګروپ سيالۍ به د کندهار کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، د بي ګروپ سيالۍ د خوست کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د سي ګروپ سيالۍ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي، د ډي ګروپ لوبې هم د خوست کرکټ لوبغالي کې او د اي ګروپ لوبې به هم د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …