د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم په متحده عربي اماراتو کې له لوبډلې سره يو ځاى شوي او نن يې له لوبډلې سره ګډ تمرينات هم ترسره کړي دي.
دا درې واړه لوبغاړي د اسټراليا بيګ باش ليګ کې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېدل، چې څو ورځې وړاندې له اسټراليا څخه متحده عربي اماراتو ته تللي دي.
د کورونا په دې وخت کې، د نړۍ په هېواد کې لوبغاړي د لوبو نه مخکې د څو ورځو لپاره کرنټين کېږي، چې دوى هم د کرنټين پاى ته رسېدو وروسته نن د ملي لوبډلې د نورو لوبغاړو سره تمرينات ترسره کړي دي.
افغانستان له ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کوي، چې دا لوبې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ به لومړۍ لوبه د جنورۍ په ٢١مه، دويمه لوبه د جنورۍ په ٢٤مه او دريمه لوبه د جنورۍ په ٢٦مه نېټه ترسره شي.
دا لوبې د ملي سپورټ له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي او د کاردان پوهنتون يې د ټايټل سپانسر دى.