کورپاڼه / هنر او کلتور / حريم شاه مفتي عبدالقوي ته د څپېړې ورکولو ويډيو خپره کړه
حريم شاه او مفتي عبدالقوي

حريم شاه مفتي عبدالقوي ته د څپېړې ورکولو ويډيو خپره کړه

د پاکستان ټک ټاک ستورې حريم شاه په خپل انسټاګرام کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې مفتي عبدالقوي ته پکې څپېړه ورکوي.

په دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې حريم شاه په کټ کې ناست مفتي عبدالقوي ته څپېړه ورکوي او هغه بيا حېرانېږي.


حريم شاه دا ويډيو د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې خپره کړې ده او ورسره يې ليکلي دي، چې مفتي عبدالقوي ته د څپېړې ورکولو ځواب به ژر ورکړل شي.

بلخوا مفتي عبدالقوي د پاکستان د جيو نيوز ټلويزيون سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې زه او حريم شاه کراچۍ ته د يوې خپرونې لپاره غوښتل شوي و.

هغه وويل، زه هوټل کې په خپله کوټه کې ناست وم او په موبايل کې مې ګوتې وهلې، چې حريم شاه ناڅاپي زما کوټې ته راننوته او څپېړه يې راکړه او بېرته لاړله.

د حريم شاه او مفتي عبدالقوي عکسونه او ويډيوګانې تر دې مخکې هم خپرې شوې دي.

مفتي عبدالقوي د پاکستان هغه ديني عالم دى، چې د الکولو په اړه ويلي و، که چېرته په څښاک کې څلوېښت سلنه الکول وي، نو حرام نه دي. همدا راز د عکسونو په اړه هغه ويلي و، چې په اسلام کې عکسونه حرام نه دي او هغه په خپله هم تراوسه پورې له ٢٠ زرو زياتې سيلفيانې اخيستي دي.

مفتي عبدالقوي په يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې ښکلې ښځې يې خوښېږي او هر چېرته چې ښکلې ښځې وويني، نو ورځي او خبرې ورسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان د واده په اړه څه فکر کوي؟

د بالیووډ سلطان او مجرد ستوری سلمان خان پخپله تازه وینا کې هم په دې …