کورپاڼه / هنر او کلتور / حريم شاه: د مفتي قوي په څېر خلکو ته بايد درس ورکړل شي
حريم شاه او مفتي عبدالقوي (2)

حريم شاه: د مفتي قوي په څېر خلکو ته بايد درس ورکړل شي

د پاکستان د ټک ټاک مشهورې ستورې مفتي عبدالقوي ته تر څپېړې ورکولو وروسته ويلي دي، چې داسې خلکو ته بايد درس ورکړل شي، چې بيا داسې کار نه کوي.

حريم شاه پرون د مفتي عبدالقوي يوه ويډيو په خپل انسټاګرام کې خپره کړه، چې مفتي عبدالقوي په کوټه کې په کټ کې ناست وي او حريم شاه ورله څپېړه ورکوي.

د ويډيو له خپرېدو وروسته يو ځل بيا حريم شاه او مفتي عبدالقوي د رسنيو سرټکي وګرځېدل.

د پاکستاني ټلويزيون (سما نيوز) سره حريم شاه په خپلو خبرو کې وويل، چې مفتي عبدالقوي له دوى سره ډېر وخت نه غېر اخلاقي خبرې کولې، چې نورې له زغم نه ووتلې او ځکه يې څپېړه ورکړه.


هغې همدا راز وويل، چې مفتي عبدالقوي يې په چپلکو هم وهلى دى او د هغې ويډيو هم ورسره شته. همدا راز د هغې خبرې يې هم ريکارډ کړي دي.

حريم شاه همدا راز زياته کړه، مفتي عبدالقوي ته په څپېړې ورکولو نه يم پښېمانه، که د هغه خبرې واورئ، تاسې به هم زما دا عمل وستايئ، داسې خلکو ته بايد درس ورکړل شي، تر څو په ټولنه کې د نورو خلکو لپاره هم درس شي.

د يادولو وړ ده چې د حريم شاه او مفتي عبدالقوي ويډيوګانې او عکسونه تر دې مخکې هم ډېر ځلې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي.

بلخوا مفتي عبدالقوي هم په دې اړه له يوه ټلويزيون سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې زه په خپله کوټه کې ناست وم، موبايل کې مې ګوتې وهلې، چې حريم شاه له خپلې ملګرې سره کوټې ته راننوته، څپېړه يې راکړه او بېرته لاړه.

هغه دا هم وويل، چې له دې وروسته به له هېڅ يوې نجلۍ يا ښځې سره نه عکسونه واخلم او نه به هم ورسره ويډيو جوړه کړم.

دا هم ولولئ

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

د هندي سینما مشهور اداکار نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې د بالیووډ ترټولو لویه ستونزه …