کورپاڼه / جالب / د خطرناکو مارانو سره د ٧٢ ساعته تېرونکي سړي کيسه
نيلم کمار کهاير

د خطرناکو مارانو سره د ٧٢ ساعته تېرونکي سړي کيسه

د هند اوسېدونکي نيلم کمار کهاير په ځوانۍ کې د يوې کارنامې له امله تراوسه پورې مشهور دى، هغه د حېواناتو څېړونکى دى.

نوموړي په خپله ځوانۍ کې د شرکت لپاره ٧٢ ساعتونه د شيشې په هغه کوټه کې تېر کړي و، چې ٧٢ خطرناک ماران پکې و او دا يې ثابته کړې وه، چې ماران له غصې يا خطرې پرته څوک نه چيچي.

د نيلم کمار دا کارنامه د ګينيس بک اف ورلډ ريکارډ کې هم ثبت ده.

کهاير دا کار په ١٩٨٠ کې کړى و، چې هغه وخت يې د سويلي افريقا پيټر سنى ميريس ته چېلنج ورکړى و او د هغه يو کال مخکې جوړ کړي ريکارډ ماتولو اعلان يې کړى و.

سنى ميريس د سويلي افريقا په جوهانسبرګ ښار کې ٥٠ ساعته له ١٨ خطرناکو او ٦ کم زهر لرونکو مارانو سره تېر کړي و او نيلم فکر کاوه، چې دا ريکارډ بايد د هند په نوم شي، ځکه چې هند د مارانو وطن دى.

نيلم کهاير

پوليسو او لوړپوړو چارواکو د هغه د دې کار مخالفت وکړ، خو نيلم په ١٩٨٠ کال کې د جنورۍ په ٢٠مه نېټه د ٧٢ خطرناکو مارانو هغه کوټې ته ورننوت، چې له شيشې څخه جوړه شوې وه او دا نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

نيلم کهاير له هلکتوبه د مارانو سره يوه ځانګړې علاقه لرله. هغه له يوې هندي رسنۍ سره په خپله مرکه کې ويلي و، چې په ميترا کې اوسېدل او هلته به يې هر وخت ماران کور ته راتلل.

هغه وايي، د داسې ښايسته مخلوق د وژلو پر ضد وم، ځکه په دې کې ډېر بې ضرره دي، نو همدا لامل و، چې ما د کور په يوه برخه کې د مارانو لپاره ځانګړى ځاى هم جوړ کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …